«لس تنه مهاجرو ته د جعلې اسنادو جوړولو په تور ونيول شول»
۱۳۹۵ خرداد ۱۲, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس (AFP) د چک جمهوریت د چارواکو په حواله ویلي دي چې نیول شوو شکمنو کسانو به د لیتوانیا سفري اسناد بدلول او هغه به یې پر مهاجرو د غیرقانوني استفادې په موخه پلورل. دغو اسنادو به مهاجرو ته دا امکانات برابرول چې د اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې آزادانه تگ راتگ وکړي.
د چک د پولیسو په حواله د جعلي پاسپورتونو، تذکیرو او موټر چلونې لائسنسونه یا اجازتنامو له امله د داسې مهاجرو پیژندل ستونزمن شوې وو، کوم چې په اصل کې د اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د سفر کولو اجازه نه لري.
په چک جمهوریت کې د سازمانیافته جرمونو اړوندې محکمې ویاند پاویل هانټک د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه اسناد هغو کسانو کارول چې په اصل کې اروپایان نه دي اونه هم په اروپایې اتحادیه کې د ننوتلو اجازه لري.
د رسنیو د رپوټونو په حواله نیول شوي شکمن کسان د ۲۶ او ۴۰ کلونو تر منځ عمرونه لري. ویل شوي دي چې دغه کسان په رسمي توگه تورن شوي دي. که چیرې په محکمه کې د دوی پر وړاندی لگول شوي تورونه رښتیا ثابت شي، نو هر یو له دوی څخه به په لس لس کاله بند محکوم شي.
پولیسو ویلي دي چې د دغو لسو کسانو له جملې څخه ۵ یې د اوکرائن هیواد اتباع دي، په داسې حال کې چې د پاتې نورو پنځو کسانو د اصلي هیواد په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي.
پولیسو زیاته کړی ده چې د اوکرائن پورې تعلق درلودونکو مجرمینو پنځه کسیزه ډله د می میاشتې په ۱۸ نیټه د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې وه.
د پراگ حکومت په حواله داسې ۷ تنه نور هم تر څار لاندې نیول شوي دي چې د همدا ډول جعلي اسنادو جوړولو له پاره په چک جمهوریت کې اوسیږي. خو پاویل هانټک، د دا ډول کسانو د هوئت او نورو کوائفو په هکله معلومات ورنه کړل.
اروپا ته د مهاجرینو له امله په ورپيښو مسائلو کې د انساني قاچاق سربیره، د جعلي پاسپورتونو او اسنادونو جوړیدل یوه عادي خبره گرځیدلې ده.