1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين په پاکستان کي ۴۶ ميليارده ډالره پانگونه کوي

AFP, Reuters/ سيد رياض۱۳۹۴ فروردین ۳۱, دوشنبه

د چین ولسمشر شي جین پینگ اسلام آباد ته رسیدلی دی. اټکل کیږي چې دی په دغه سفر کې د ۴۶ميليارده امریکایي ډالرو په ارزښت د پانگوني تړونونه لاسلیک کړي. دغه اقدام ته په آسیا کې د چین د نفوذ د پراخولو د هڅې په سترگه کتل کیږي.

https://p.dw.com/p/1FAuX
انځور: BEHRAM BALOCH/AFP/Getty Images

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې شي جین پینگ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د اپریل ۲۰مه) د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته ورسید. په پام کې ده چې هغه به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د انرژۍ او زیربنا په برخه کې د ۴۶ميليارده امریکايي ډالرو په ارزښت پانگوني اعلان وکړي.

د پاکستان د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر مشاهد حسین سید، له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کې د پاکستان او چین د شراکت په هکله ویلي دي: «پاکستان د چین له پاره اوس محوري اهمیت لري. دغه څه به بریالتیوب ته ورسیږي.»

د شي جین پینگ په دغه دوه ورځني سفر کې به هغه د پاکستان پارلمان ته هم وینا وکړي او پر دې سربیره د چین او پاکستان د اقتصادي لاري په هکله اعلانات هم شامل دي. د گوادر بندر د پاکستان په سویل کې د بحیره عرب په څنډه کې موقعیت لري. پاکستان د گوادر بندر کنترول په ۲۰۱۳م کال کې د چین دولتي شرکت ته سپارلی دی.

د چین او پاکستان اقتصادي کواریدور یا CPEC د سړکونو، د اورگاډیو پټلیو او د تیلو د پايپ لاینونو جوړول هم په پام کې لري، چې له چین سره به د منځني ختیځ تر منځ د واټن په راکمولو کې مرسته وکړي. د پاکستان د پلان او پراختیایي چارو وزیر احسن اقبال خبریالانو ته ویلي دي چې چین به د انرژۍ په پروژو کې د ۳۴ميلياردو ډالرو په ارزښت پانگونه وکړي.

افراطیت ستر گواښ دی

خو دغه دواړه هیوادونه چې پوځي متحدان هم دي، د پروژو په تطبیقولو کې له یو شمیر ستونزو سره مخامخ دي. په دې برخه کې لوی گواښ افراطي تندلاري دي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې فعال دي. چین هم له پاکستاني افراطینو سره د سنکیانگ ولایت د تندلارو مسلمانانو د یوځای کیدو له کبله په اندیښنه کې دی.

د چین ولسمشر پاکستان ته تر سفر یوه ورځ دمخه خبریالانو ته ویلي دي چې چین او پاکستان دې ته اړتیا لري چې د امنیتي انديښنو په هکله لا نزدې کار وکړي، څو امنیتي همکارۍ پیاوړي شي. هغه زیاته کړې ده: «په امنیتي او اقتصادي ډگر کې زموږ همکارۍ یو بل پیاوړی کوي او باید هم مهاله پرمختگ وکړي.»

په پاکستان کې د پانگوني ډېرښت ته په آسیا کې د چین نفوذ د پیاوړې کیدو د هڅې په سترگه کتل کیږي،څو د امریکا او هند تر منځ د اړیکو په پرتله خپل انډول برابر کړل شي. دا په تیرو نهو کلونو کې پاکستان ته د چین د يوه ولسمشر لومړی سفر دی.