1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: له افغانستان سره خپلي همکارۍ پراخوو

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۵, جمعه

د چین ولسمشر شي جین پینګ، ويلي دي چی هیواد به یې د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې خپله ونډه نوره هم زياته کړي او له دغه هیواد سره به خپلې اقتصادي اړیکي نوري هم پراخي کړي. اوس افغان ولسمشر د چین په یوه سفر بوخت دی.

https://p.dw.com/p/19pXr
انځور: Reuters

د چین دولتي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې شي، د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۷) له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د لیدنې پر مهال ویلي دي: «چین به په دوامدار ډول د افغانستان له سوله ییزي بیارغونې او اقتصادي ودې سره له خپل توان سره سم، مرستې وکړي.»

د چین ولسمشر شي جین پینګ وویل چې افغانستان او چین باید په خپل منځ کې اقتصادي اړیکې لا پراخي کړي او د سوداګریزو تړونونو، معدني موادو د استخراج، انرژۍ او د بنسټيزو کارونو په برخو کې باید یو له بله سره همکاري وکړي. شي وویل چې هیواد یې همداراز د هغو چینایي شرکتونو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې پانګوني کوي.

افغان ولسمشر او چینایي سیال یې همداراز یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړې ده چې پکښې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا باندي ټینګار شوی دی. پر دې سربیره افغانستان او چین د مجرمینو د اخراجولو، تکنالوژۍ او اقتصاد په برخو کې هم ځیني تړونونه لاسلیک کړل.

د چین رسمي خبري آژانس دغه راز خبر وکړی دی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، په نیویارک کې له خپل چینایي سیال سره د لیدنې پرمهال هیله څرګنده کړې ده چې چین له افغانستان سره د لیږد په بهیر کې مرسته وکړي.

دغه خبري آژانس ویلي دي چې ولسمشر کرزی به دغه راز په چین کي د خپل سفر پر مهال له چينايي چارواکو څخه د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته وغواړي او د عینکو مس کان د کار د پیلیدو غوښتنه به وکړي. په عین حال کې ولسمشر کرزي هم له چینایي مشرانو سره د لیدني پر مهال په سیمه کې د چین پر اهمیت باندې ټینګار وکړ.

ولسمشر کرزی چین ته د اسیا- اروپا په اقتصادي کنفرانس کې د ګډون له پاره تللی دی. هغه د جمعې په ورځ د چین له لسمشر او د دغه هیواد له لومړي وزیر سره ولیدل. کرزي د چین له لومړی وزیر لي کیکوینګ، سره د لیدنې پر مهال وویل: «موږ فکر کوو چې چین په سیمه او نړۍ کې د ثبات ټينگولو په برخه کې مهم نقش لوبوي.»

چین او افغانستان اوس د کانونو د استخراج په برخه کې په خپلو منځونو کي ځینې لوی تړونونه لري. د کانونو د استخراج په برخه کي یوه لویه پروژه چې چین یې په افغانستان کې تړون ترلاسه کړی دی د عینکو د مس پروژه ده چې په وروستیو وختونو کې يې کار په ټپه ولاړ دی.