1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د ولسي جمهوريت د 60 کاليزي د لمانځلو په درشل کي

۱۳۸۸ مهر ۸, چهارشنبه

سبا د چين د ولسي جمهوریت د جوړيدو60 کاليزه ده او دا به طبيعي خبره وي چي دغه ورځ به په ځانګړو مراسمو سره په هغه هیواد کي لمانځل کیږي...

https://p.dw.com/p/JuNc
په روان وخت کی کمونیستی ګوند په چين کی واکداري چلوی او په دی توګه دوي تيری زمانی هم پخپله خوښه تفسیروی
په روان وخت کی کمونیستی ګوند په چين کی واکداري چلوی او په دی توګه دوي تيری زمانی هم پخپله خوښه تفسیرویانځور: Xiao Xu

خو کوم کار چی نه کيږی ، هغه به داوی چي دچين چارواکی به داجرأت ونکړی چی خپلو تيرو زمانو ته يو انتقادی نظر وکړي.

برتانوی لیکوال George Orwell وايي، چي «هغه څوک چي په روان وخت کي په حالاتو لاس بري لري،تيري زمانې هم کنترولوي او څوک چي تيره زمانه کنترولوي ،د راتلونکي کنترول به هم دهغوی په لاس کي وي».

په روان وخت کی کمونیستی ګوند په چين کی واکداري چلوی او په دی توګه دوي تيری زمانی هم پخپله خوښه تفسیروی . دمثال په توګه سړی دغه وضع د ماوتسيتون په انځور کی کتلای شی . د چين د ولسي جمهوریت دجوړیدو د 60 کاليزی په مناسبت سړي ویني چي ددغه هیواد په ټولو ښارونو کی دماوو مجسمی ترميم شوی او دده انځورونه په هره خواکی لیدل کیږی او دچين په سینما ګانو کی هم ښودل کیږی چی دﺉ يو اتل او دهیواد رښتینی ناجی و.

خو دتيري زمانی په دغه نندارو کی له دی څخه څوک خبري نه کوی په اصطلاح دکلتوری انقلاب په زمانه کی په دغه هیواد کي څه پيښی شوی ، خلکو څه کړاونه مصیبتونه لیدلی او څومره لوږي يی تيرې کړیدی . همداسي چی ويل کیږی ، په چين کی 50 کاله دمخه د 30 ملیونو په شاوخواکی انسانان دلوږی له امله تلف شويدی . خو په رسمي توګه په دی موضوع باندی په چین کی هیڅوک خبري نه کوی او حتی تاريخ لیکونکی هم هسی چی بايد واي نه په دی هکله څيړنی کوی او نه ډیر څه وايی .

دچين دولسی جمهوریت دجوړيدو د60 کاليزي په مناسبت دمراسمو په لمانځلو کی اساسی ربړه داده چی واقعيتونه دتصوراتو تر سیوری لاندی کیږی . او هسی چی ويل کیږی د 60 کالیزی دمراسمو په تجليل کی به دپوځي رسم وګذشت شانداره مراسم وښودل شی . خو په هیواد کی دننه دامنیتی وضعې له امله دومره زیاتي انديښنی لیدل کیږی چی په مغازواو دوکانونو کی حتي دپخلنځي د چړو خرڅول هم منع شوی او ددغه هیواد په ټولو ښارونو کی عسکر دماشینګڼو سره ګزمه ګرځی.

دچين واکداران غواړی دغه هیواد داسی تمثیل کړی چی ګواکی چين دټولوهغه ولسونو ګډ کور دی چی په دغه هیواد کی سره ګډ ژوند کوی. خو د تبت خود مختارې سيمې ته په دې ورځ د سيلانيانو د ډلو ورتګ منع شوی دی. د چين د ولسی جمهوريت د بنسټ ايښودو د ورځې د 60 کليزې په خاطر امنيتی تدابير د المپيا د لوبو په شان نيول شويدی.

د سمبالتيا او ټينګښت له ټولو ژمنو سره سره داسې بريښی چې د چين مشرتوب په خپلو پرګنو اعتماد او باور نه لری. « ډوډی او لوبې» بايد خلک آرامه وساتی او نورو پوښتنو ته يې پرې نه ږدی. په داسې حال کې چې چين په تيرو 60 کلونو کې ډير څه ترلاسه کړيدی چې ورباندې وياړ کولای شی. د تيرو 30 کلونو اقتصادی پرمختګ په تاريخ کې بې ساری دی. په مليونونو تنو خلکو وکولای شول چې له مطلق بېوزلی توب څخه ځان وژغوری. حتی نړيوال بانک، د بې وزلی په وړاندې په مبارزه کې چين د ستر بری په نامه يادوی. د چين روزنيز سيستم په روښانه توګه مخ په وړاندې ګامونه اخيستی. له 20 مليونو څخه زيات محصلين همدا اوس د چين په پوهنتونونو کې په زده کړه بوخت دی. او دغه هيواد د نړی د اسعاروترټولو سترې زيرمې لری.

خو د چين مشرتوب په عجيبه شان لږ قناعت ښيی.

von Hein, Matthias/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل