1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د ايران د اتومي لانجې په هوارولو کې د روغې جوړې پلوي کوي

۱۳۸۵ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

چين په ايران باندې د بنديزونو د سختېدو له امله د امنيت په شورا باندې غږ کړی دی چې د روغې جوړې لاره دې غوره کړي. د چين د بهرنيو چارو وزير لي ژاوشينگ د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل چې ايران بايد د اتوم د انرژۍ له نړيوالې ټولنې سره گډ کار وکړي

https://p.dw.com/p/DKFB
د ايران پخوانی ولسمشر او د چين د بهرنيو چارو اوسنی وزير (عکس: آرشيف)
د ايران پخوانی ولسمشر او د چين د بهرنيو چارو اوسنی وزير (عکس: آرشيف)انځور: AP
او د ملگرو ملتونو د امنيت شورا بايد د شخړې هوارولو په موخه يوه ديپلوماتيکه حللاره ولټوي. د امنيت شورا دا مهال د بنديزونو د لا زياتولو په يوه پرېکړه ليک باندې کار کوي. د اتوم د نړيوالې ادارې مشر محمد البرادي پرون په ايران باندې د همکارۍ او شفافيت د نه مراعاتولو تور لگولی و.