1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين او هند له شخړه ييزي سیمي عسکر و ايستل

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

تردې مخکې به هر وخت د هندوستان او چین سرحد په شخړه ییزه سیمه کې د خطر زنګ غږېده. خو اوس هندي چارواکو اعلان کړی دی چې تر لسو کلونو شخړو وروسته دواړو هیوادونو پریکړه کړې ده چې له دغې سیمې څخه خپل عسکر راوباسي.

https://p.dw.com/p/18T3N
An Indian army solider guards the Srinagar-Leh highway in Zojila Pass about 108 kms, 67 miles, east of Srinagar on April 6, 2013. The 443 km (275 mile) long highway was opened for the season by Indian Army authorities after the remaining snow at Zojila Pass, some 3,530 metres (11,581 feet) above sea level, had been cleared. The pass connects Kashmir with the Buddhist-dominated Ladakh region, a famous tourist destination known for its monasteries, landscapes and mountains. AFP PHOTO/ Rouf BHAT (Photo credit should read ROUF BHAT/AFP/Getty Images)
Grenzkonflikt Indien China Ladakhانځور: Rouf Bhat/Afp/Getty Images

د روان کال د اپریل میاشتې په نیمايي کې هندي چارواکو پر چین باندي تور ولګاوه چې د دواړو هیوادونو پر پوله د «لاراخ» په شخړه ییزه سیمه کې یې خپل عسکر ځای پر ځای کړي دي. هندوستان د جمو او کشمیر ایالتونو په څیر د دې سیمې د مالکیت ادعا هم کوي.

تر دې وروسته هندوستان هم د هیمالیا په دغه لوړه سیمه کې خپل عسکر ځای پر ځای کړل او په دې ترتیب سره د هندوستان او چین ځواکونه په یوه شخړه ییزه سرحدي سیمه کې سره مخامخ شول.

هندستان د چین له خوا په دې سیمه کې د ځواکونو ځای پر ځای کول له څو کلونو راهیسې تر ټولو لویه سرحدي تیروتنه وبلله. دا په داسې حال کې ده چې چین د هندوستان دغه تورونه رد کړي دي او ادعا یې کړې ده چې په سرحدي سیمو کې یې هیڅ ډول قوانین تر پښو لاند کړي نه دي. چینایي چارواکو ویلي دي چې ځواکونه یې د «کنترول د کرښې» په شاوخوا کې میشت دي. دغه کرښه په اصل کې د هندوستان او چین پوله جوړوي.

داسې ښکاري چې اوس د دواړو هیوادونو تر منځ په شخړه ییزه سیمه کې تر څو کلني شخړي وروسته یو څه ارامي او آن یوه حل لاره موندل شوې وي.

د چين او هندوستان تر منځ د سرحد د شخړه ييزو سيمو نقشه
د چين او هندوستان تر منځ د سرحد د شخړه ييزو سيمو نقشه

هندي چارواکو ویلي دي چې، چینایي او هندي چارواکو د یکشنبې په ورځ ناوخته تر اوږدو خبرو اترو وروسته پر دې باندي موافقه وکړه چې له دغي شخړه ییزي سرحدي سیمې څخه خپل سرتیري وباسي.

یوه لوړ پوړي چینایي چارواکي د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي: «اوس له سیمې څخه د سرتیرو د راایستلو لړۍ پیل شوې ده.» هندي چارواکو ټینګار کړی دی چې د دواړو هیوادونو سرتیري په یوه وخت کې له خپلو پوستو څخه وتلي دي او سیمه یې پریښې ده.

تر دې څو ورځې مخکې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید، ویلي ول، چې که د هند او چین تر منځ د شخړه ییزي سیمې له پاره د حل کومه لاره و نه موندل شي، نو هغه به د راتلونکي چهار شنبې په ورځ پیکنګ ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړي. دغې سرحدي شخړي همداراز دهلي ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر سفرهم تر خپل سيوري لاندي راوستی وو.

هندوستان او چین په ۱۹۶۲ کال کې پخپله شخړه ییزه سرحدي سیمه کې د یوې لنډې موده له پاره جګړه وکړه. تر دې جګړې وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ سرحدي کرښه په واضیح ډول مشخصه شوې نه ده.

په دې اړه یوازې تړونونه موجود دي چې هندي او چینایي چارواکو په سیمه کې د سولې د ټینګښت له پاره لاسلیک کړي دي.