1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چينايي خريدارانو آلمان د وچو شېدو له کمبودۍ سره مخامخ کړی

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبه

په آلمان کي د چينايي خريدارانو هجوم په دغه هيواد کي د وچو شيدو د کمبود سبب سوی دئ. په آلمان کي د آلماني وچو شېدو بيه د چين يو پر څلورمه ده. په چين کي د وچو شيدو بې کيفيتۍ په دغه هيواد کي د خارجي شېدو مصرف زيات کړی دئ.

https://p.dw.com/p/17Qvt
انځور: picture-alliance/dpa

په آلمان کي د ډيرو هغو پلورنځيو د وچو شېدو آلمارۍ خالي کيږي، چي د کوچنيانو خواړه پلوري او مشتريان بايد پر څو پلورنځيو باندي وگرځي چي د کوچني له پاره وچي شيدې پيدا کړي.

په آلمان کي د وچو شيدو د کمبودۍ سبب په دغه هيواد کي مېشت چينايي وگړي دي. دوی آلمانۍ وچي شيدې رانيسي او بيا ئې د الوتکو له لاري په چين کي خپلو دوستانو ته لېږي.

ښه کيفيت، کښته بيه

په چين کي د يوه کوچني د يوې مياشتي د وچو شيدو بيه ۷۰۰ يوان (۹۰يورو) ده. په آلمان کي د دغه مقدار شيدو د برابرولو له پاره د دغه پيسو څلورمه برخه په کار يا مصرفيږي.

خو يوازي بيه نه ده چي چينايان له آلمان څخه وچي شيدې انتقالوي. په مجموع کي چينايانو د خپل هيواد پر وچو شيدو باندی اعتماد لږ سوی دئ او دې موضوع په خارج کي د توليد سوو شيدو مصرف زيات کړی دئ.

په آلمان کي د وچو شيدو کمبود
په آلمان کي د وچو شيدو کمبودانځور: DW

په چين کي د وچو شيدو پر کيفيت باندي بې اعتمادي په ۲۰۰۸ کال کي هغه مهال پيل سوه چي په شيدو کي کارسوو ملامين موادو په دغه هيواد کي ۳۰۰ کوچنيان ناروغه کړل. له هغه وخت راهيسي په وارو وار رسنيو د کوچنيانو د بې کيفيته خوړو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د آلمان د بن په ښار کي يوه چينايي محصله هان فای، چي هروخت خپلي کورنۍ ته آلمانۍ وچي شيدې لېږي وايي چي د هوا له لاري چين ته يو اووه کيلويي کارتن ډير ژر په ۴۲ يورو استول کيږي.

هان فای د خپلو دوستانو د پنځو کورنيو د وچو شېدو د ورلېږلو مسئوليت پرغاړه اخيستی دئ او وايي چي هر وار شپږ پاکټه بسته بندي کوي او چين ته ئې لږي. د هغې په خبره د انتقال له مصرف سره سره بیا هم د آلماني وچو شيدو بيه تر چيناي ارزانه ورته تماميږي.

پر دې سربيره هغه کورنۍ چي خارجي شيدې ترلاسه کوي مطمئني دي، چي نوي زېږېدلي کوچنيان په ښه کيفيت سره تغذيه کوي.

توليد د اړتيا جواب نه وايي

يو ځوانه آلمانۍ مور بتينا څيمرمن چي د هامبورگ ښار په اطرافو کي ژوند کوي وايي، چي په وارو وار داسي پيښه سوې ده، چي خپل ماشوم ته د شيدو رانيولو په خاطر څو پلورنځيو ته تللې ده.

په بن کي د کوچنيانو د خوړو د پلورنځی يوې پلورونکي دويچه ويله ته وويل: «اکثره وخت داسي پيښېږي چي په آلماريو کي مو وچي شيدې نه وي، ځکه يو شمېر توليدونکي نسي کولای چي موږ ته په کافي اندازه وچي شيدې را ورسوي.»

د یوې بلي پلورونکي په خبره د بن ښار يو شمېر پلورنځيو د وچو شيدو خرڅلاو محدود کړی دئ او پر هر مشتري باندي تر۴ پاکټه زيات نه پلوري.