1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د ۱۶ میلیاردو ډالر ژمنه کیږي

۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبه

د چاپان د بهرنیو چارو وزیر کویچیرو ګیمبا، ویلي دي چې د افغانستان په هکله د توکیو په راروان نړیوال کنفرانس کې به نړیواله ټولنه له دې هیواد سره د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د ۱۶ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنه وکړي.

https://p.dw.com/p/15TIX
انځور: dapd

د افغانستان په اړه به د یکشنبې په ورځ په توکیو کې یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. په دې کنفرانس کې به د ۷۰ هیوادونو او لویو سازمانونو استازي گډون وکړي. د توکیو په کنفرانس کې به نړیوال له افغانستان سره د ملکي مرستو ژمنې وکړي. چاپان او افغانستان د دې کنفرانس مشري پر غاړه لري.

د چاپان د بهرنیو چارو وزیر کویچیرو ګیمبا، ویلي دي چې هیواد به ئې د دغو مرستو له جملې څخه افغانستان ته تر ۲۰۱۶ کال پورې درې میلیارده ډالر ورکړي. هغه زیاته کړې ده چې پر دې سربیره به چاپان د افغانستان گاونډیو هیوادونو ته هم یو میلیارد ډالر د مرستې په توگه ورکړي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي. تر دې نیټې وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د ټول افغانستان امنیتي مسئولیت پر غاړه واخلي. افغان حکومت له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې تر دې وخت وروسته هم له افغانستان سره په پوځي او ملکي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په همدې ترڅ کې به مرسته کوونکي هیوادونه د یکشنبې په ورځ په توکیو کې د راروانو پنځو کولو له پاره له افغانستان سره خپلې ملکي مرستې اعلان کړي.

تر دې مخکې د المان د پرمختیایي مرستو وزیر دیرک نیبل، د «دي پي ای» خبري آژانس ته ویلي وو چې المان به د افغانستان د بیا رغاونې له بهیر سره هر کال نیم میلیارد یورو مرسته وکړي. هغه زیاته کړې وه: «افغانستان یوازې امنیتي بیا رغاونې ته اړتیا نه لري بلکې باید په دې هیواد کې د خلکو د ژوند د سطحې لوړولو ته هم ډیره پاملرنه وشي.»

د چاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د هغه د هیواد مرستې به هم په هغو ۱۶ میلیاردو ډالرو کې شاملې وي چې افغانستان ته تر ۲۰۱۶ کال پورې ورکول کیږي. هغه زیاته کړې ده:

«دغه مرستې به هغه مالي خلا ډکه کړي چې افغان حکومت او نړیوال بانک ویلي دي چې د دې خلا ډکیدل د افغانستان د پرمختگ له پاره ضروري ده.»

افغان ولسمشر حامد کرزي، د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن هیلري کلنتن، سره تر لیدو وروسته چاپان ته سفر وکړ. د توکیو په دې کنفرانس کې به د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کې مون، هم گډون وکړي. ولسمشر کرزي ویلي دي چې هیواد ئې په ملکي برخو کې هر کال څلور میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض