چاپان د افغانستان لپاره د ۵ ملياردو ډالرو مرستو ژمنه وکړه
۱۳۸۸ آبان ۱۹, سهشنبهاعلان
دغه مرستي به په افغانستان کي د جاپان د تر اوسه پوري پوځي ماموريت ځاي ونيسي.
تراوسه پوري جاپان د هند په سمندر کي د امريکا متحده ايالانو او نورو هيوادونو له بيړيو سره د تروريزم ضد عملياتو کي اکمالاتي مرستي کوي. په جاپان کي د لومړي وزير، يوکيو هاتو ياما، د دغه ماموريت مخالف دی، ځکه چي د دي ماموريت لپاره د ملګرو ملتو له خوا کومه پريکړه نه ده شوي.
د پنجشنبي په ورځ به د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما آسيا ته د خپل سفر د يوي برخي په توګه جاپان ته ورسيږي.