چاویز د لوړې کولو له پاره نه شي حاضریدای
۱۳۹۱ دی ۲۰, چهارشنبهاعلان
د وینزویلا ولسمشر هوګو چاویز باید د پلان له مخې د پنجشنبې په ورځ د خپلې نوې دورې له پاره لوړه کړې وای، خو هغه اوس دغه کار د روغتیایي ستونزو له کبله نه شي کولای.
چاویز ۵۸ کلن دی چي د ۲۰۱۱ کال د جون میاشتې راهیسې د سرطان له کبله عملیات شوی دی. ویل شوي دي چې چاویز د خپلو ډاکترانو په مشؤره کراکاس ته له سفر کولو ډډه کړې ده. چاویز اوس په کیوبا کې تر درملنې لاندې دی.