چاودنې په پاکستان کې ۲۶ کسان ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبهد رویترز خبري آژانس د پاکستان پوځي او روغتیایي چارواکو په حواله لیکلي دي چې دا په وروستیو اونیو کې تر ټولو خونړۍ برید دئ. پېښه د لندي کوتل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. تر دې مخې پېښې له کبله رامنځ ته شوې مرگژوبله لږ ښودل شوې وه.
تر دې مخکې د فرانسې خبري آژانس د پاکستان د یوه سیمه ییز اداري چارواکي اشرف خان، په حواله ویلي وو چې چاودنه په لندي کوتل کې چې د خیبر په قبایلې سیمه کې پرته ده رامنځ ته شوې ده: «بم یو سرویس ته نزدې وچاودید. لومړني رپوټونه د ۱۱ تنو له وژل کیدو او ۲۰ تنو د ټپي کیدو خبر ورکوي.»
په همدې حال کې عرفان محمد چې د لندي کوتل په روغتون کې ډاکتر دئ د وژل شوو کسانو شمیره ۱۲ تنه وښوده. هغه وویل: «دوولس مړي او ۲۰ ټپیان روغتون ته راوړل شوې دي. د یو شمیر ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دئ.»
اشرف خان د دې برید د اصلي هدف په اړه وویل چې د «زخاخیلو» قوم د دولت پلوي او د یوه جنگسالار خلاف دئ. د هغه په خبره دغه قوم د دې برید اصلي هدف وو.
تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو تر دې مخې اسلامپالو افراطیانو په سیمه کې ورته بریدونه تر سره کړي دي.
پاکستان له القاعدې او طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د جگړې په جبهه کې پروت دئ. له ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان په شمال غرب کې یاغیان ډیر فعاله دي. په دې سیمه کې د «تحریک طالبان» ډله د حکومت پر ضد جنگیږي.
د فرانسې د خبري آژانس د شمیرو له مخې په تیرو پنځو کلونو کې په پاکستان کې شاوخوا پنځه زره کسان د یاغیانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض