1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ناټو په برید کې ۱۴ ملکي وگړي وژل شوي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ شهریور ۱۹, چهارشنبه

یوه افغان چارواکي د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د ناټو د یوه هوایي برید له کبله د ملکي وگړو په گډون ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور بیا ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/1D9ph
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Peter Parks/AFP/Getty Images

دغه برید د ولسمشر کزری له خوا په یوې بیانیې کې غندل شوی دی. په خپرې شوې بیانیې کې راغلي دي چې پیښه د امریکايي الوتکو د بریدونو په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.

وروستۍ پیښه په کونړ ولایت کې رامنځته شوې ده. د دغه ولایت والي شجاع الملک جلاله، وویل چې د نرنگ ولسوالۍ اوسیدونکوو د ولایت مرکز ته د ماشومانو په گډون د ۱۴ کسانو مړي راوړي دي ترڅو دا خبره ثابته کړی چې په پیښه کې وژل شوي ټول کسان ملکي وگړي دي.

ملکي تلفات تل د کابل او واشنگټن تر منځ جنجالي موضوعگانې پاتې شوې دي. ولسمشر کرزي تل پر بهرنیو ځواکونو باندې د ملکي تلفاتو د رامنځ ته کولو له کبله سختې نیوکې کړې دي.

له بلې خو بیا د امریکا متحده ایالاتو په مشري په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ویلي دي چې د پیښې په اړه د څیړنو په حال کې دي.

د رویترز د خبري آژانس د رپوټ له مخې، جلاله ویلي دي چې یو شمیر افغان او امریکایي ځواکونو د دې ولایت په یوې لیرې پرتې غرنۍ سیمه کې تر هغه وروسته د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه چې د یاغیانو له برید سره مخامخ شول.

والي روښانه کړې ده چې دا سیمه تر ډیره حده پورې د دولتي ځواکونو تر کنترول لاندې نه ده نو له دې کبله نه شي کیدای چې د پیښې د رامنځته کیدو اصلي څرنگوالی روښانه شي.

د امریکایي ځواکونو یوه ویاند پاول گریبرگ، ویلي دي چې سه شنبې په ورځ د یوې امریکایي الوتکې په برید کې د کونړ ولایت په دانگام ولسوالۍ کې یو تن وسلوال یاغي وژل شوی دی. هغه زیاته کړې ده: «په همدې شپه یو بل برید هم د کونړ ولایت په نرنگ ولسوالۍ کې ترسره شوی وو او اوس موږ د دغه عملیات د عواقبو په اړه څیړنې کوو.»

په افغانستان کې دا ډیر وخت یوه ستونزمنه خبره وي چې په برید کې د وژل شویو کسانو هویت سمدلاسه معلوم شي. تر دې مخکې هم په ورته پیښو کې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه تر ډیر ځنډ وروسته یوه وروستۍ پریکړه رامنځ ته شوې ده.

دا په پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې افغانستان د امنیتي ستونزو تر څنگ له سختو سیاسي ستونزو سره هم لاس او گریوان دی. په دې هیواد کې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې ټاکنیز بهیر روان دی خو لا هم د ټاکنو گټونکې روښانه نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب