چارواکي: په هرات کې پر بهرنیو سیلانیانو باندې برید شوی
۱۳۹۵ مرداد ۱۴, پنجشنبهطالبانو لا په رسمي توګه د دغې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې او لا تر اوسه پورې د دغه بهرنیو سیلانیانو هویت او هیواد هم نه دی روښانه شوی.
د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د سیالانیانو او افغان امنیتي ځواکونو دغه قطار په چشت شریف ولسوالۍ کې تر برید لاندې راغلی دی. دغه سیلانیان له بامیان او غور ولایتونو څخه د هرات پر لور روان وو.»
د افغان پوځ ویاند نجیب الله نجیب، ویلي دي چې په پیښه کې لږ تر لږه پنځه بهرني سیلانیان او د هغوی افغان موټر چلوونکی ټپي شوی دی. هغه زیاته کړې ده چې هرات ته پر لاره دغه بهرني سیلانیان د افغان پوځ له خوا بدرګه کیدل.
په وروستیو وختونو کې د افغانستان د لویو لارو امنیت خراب شوی دی. طالبان او نورې یاغي ډلې وخت ناوخت له لویو لارو څخه مسافر برمته کوي.
په افغانستان کې د برمته نیونو په اړه انځورونه: