تروريزم
چارواکي: وسلوالو د نیمروز یو ولسوال وژلی دی
۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبهاعلان
یو افغان چارواکي وايي چې په نیمروز ولایت کې پر موټرسایکل سپرو ناپیژندو وسلوالو کسانو د دې ولایت یو ولسوال په ډزو وژلی دی.
د نیمروز د والي ویاند احمد عرب، په دې هکله وویل چې د قتل دغه پیښه د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې رامنځته شوي. نوموړی زیاتوي چې د دوشنبې په سهار آقا محمد فضلي، له کور څخه د دفتر په لور د تګ پر مهال د دوو ناپیژندل شویو موټرسایکل سپرو لخوا تر برید لاندې راغلی.
عرب زیاتوي چې فضلي د نیمروز ولایت د چخانسور په نامه د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله او د دندې ترڅنګ نوموړی د دې ولایت یو قومي مشر هم وو.
تراوسه پورې د دې برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی. طالبانو په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولتي چارواکو پر ضد بریدونو ته زور ورکړی دی.