چارواکي: لوګر کې د طالبانو قوماندان وژل شوی
۱۳۹۰ شهریور ۴, جمعهدا په داسې حال کې ده چې د ناټو د ځواکونو یوه ویاند ویلي چې د دې خبرې پخلی نه شي کولای چې په پیشې کې دې ملکي کسان وژل شوي وي خو زیاتوي چی په هغو عملیاتو کې چې د پنج شنبې په شپه ناوخته د لوګر په ولایت تر سره شول یو شمیر یاغیان وژل شوي ول.
د لوګر د ولایت د پولیسو مشر، غلام سخې روغ لیونی، وايې چې په دغه ولایت کې یاد شوي عملیات د طالبانو د یوه قوماندان، قاري هجران، د له منځه وړلو لپاره په لاره اچول شوي ول چې په کې طالبانو پورې تړلې ځینې ملکې کسان هم ووژل شوي. غلام سخي روغ لیونی وایې:
«څلور طالبان، درې د افغان ملي اوردو سرتیري او شپږ ملکي کسان چې د یوي کورنۍ غړي ول د دغو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.»
د برکي برک د ولسوالۍ یوه لوړپوړي چارواکې ویلي چې پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چی یوه ځایې روزونکي د طالبانو یاد شوي قوماندان ته په خپل کور کې پناه ورکړه.
که څه هم د لوګر ولایت پلازمینې کابل څخه ډیر لري پروت نه دی خو بیا هم په دغه ولایت کې ډیر شمیر طالبان شتون لري.
په کابل کې د ایساف د ځواکونو یوه ویاند ویلې چې کولای شې د دې خبرې پخلی وکړي چې په بیښې کې یاغیان وژل شوي دي خوا دا چې ملکي کسان هم د لوګر ولایت په ورستیو عملیاتو کې وژل شوي او که نه، تر څیړونو لاندې موضوع ده.
د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفات د ولسمشر کرزي، او د هغه د نړیوالو ملګرو تر منځ یوه ډیره جنجالي مسله ده.
ولسمشر کرزی هر وار له بهرنیو ځواکونو څخه غواړي چې د عملیاتو په وخت د ملکې کسانو له وژنې څخه مخنوی وکړي، خو ایساف وایې دوې د ملکې تلفاتو د کمولو لپاره خپلې ټولې هڅلې کوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم