چارواکي: له افغانستان بيرته شمالي وزيرستان ته کډي باريږي
۱۳۹۵ دی ۲۷, دوشنبهد پاکستاني چارواکو په حواله له افغانستان څخه وزیرستان ته د کډوالو د راتگ لړۍ پېل شوې ده. د کامران خان آفریدي په نوم د قبایلي سیمو یوه ځايي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان ۲۰۰ کورنۍ چې ۲۰۰۰ کسان کیږي بیرته راگرځیدلي دي. زیاته شوې ده چې چارواکو د غلام خان، په دروازه کې دغو کسانو ته ښه راغلاست ویلی دی.
نوموړي چارواکي ویلي دي چې د جنورۍ میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به هره ورځ په دغه شمېر خلکو د راتگ لړۍ ادامه ولري. ويل شوي دي چې لومړی به دغه کورنۍ په کمپونو کې ساتل کیږي او تر هغې وروسته به خپلو سیمو او بانډو ته لیږدول کیږي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې د وزیرستان په سیمه کې د یاغیانو د پټنځایونو د له منځه وړلو له پاره پوځي عملیات پېل کړي ول. د دغو عملیاتو په ترڅ کې په سونو زره ملکي کسان خپلو کورونو پریښولو ته اړ شوي ول، چې ډېر یې د پولې بلې غاړې افغانستان ته ور اوښتي ول.
د رپوټونو له مخې افغانستان ته تلونکي زیاتره کډوالو په خوست کې اړولي ول او همداشان ځیني کورنۍ یې پکتیکا ولایت ته کډه شوې وې. تر دې دمخه د دغو کسانو شمیر ۳۰ زره کورنۍ اټکل شوی وو. د رپوټونو له مخې یوازي د خوست په جنوب کې د گربز ولسوالۍ په گلان نومې کمپ کې لس زره کورنۍ اوسیږي.
پاکستاني چارواکي وایي چې په قبایلي سیمو کې ۶۷۰۰۰ کورنه په بشپړه توگه ويجاړ شوي دي، خو د دغي ویجاړۍ د اندازې په هکله د آزادو سرچینو له لوري کومه ارزونه نه شته.
پاکستان له نړیوالي ټولني څخه د قبایلي سیمو د بیا رغاوني له پاره د ۸۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو د مرستي غوښتنه کړې ده.