چارواکي: لادرکه شوي المانان تښتول شوي
۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبهدغه دوه تنه الماني وگړي تقریبا دوه اوني وړاندې سالنگ ته څیرمه د هندوکش غرونو ته تر ختلو وروسته لا درکه شوي ول.
د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله چی تیر اونی یې د دو آلمانی اتباعو د لادرکه کیدو پخلی کړی ؤ، وویل « داسی نښنی نښانی شته چی ښایی هغوی تښتول شوی وی.»
خو د پروان د امنیه قوماندان، شیر احمد ملداني، وایې چې د څو ورځو جدي څیړونو وروسته ځایي چارواکي د هغه دوو تنو د لادرکه کیدو په اړه اوس یو روښانه انځور لري چې څه پیښ شوي.
هغه د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: « مونږه پوهیږو چې هغوي د اورپکو له خوا برمته شوي دي. زه تاسو ته په دې اړه نور تفصیلات نه شم در کولی، خو په نږدې وخت کې به تاسو ته نور معلومات درکړم.»
د دغه دوو کسانو د تښتولو یا برمته کولو پړه کومي ډلی لا تر اوسه پر غاړه نه ده اخیستي، خو په تیرو څو کلونو کې بهرني اتباع برمته شوي او زیاتره وخت د پیسو په بدل کې بیرته روغ رمټ را خوشي شوي دي.
په عینې وخت کې د افغانستان د څارگرې ادارې یو بل لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې هغوي د یوې وسله والي ډلې له خوا تښتول شوي.
دغه چارواکي ادعا کړې چې په کندز کې میشت الماني پوځ د تښتونکو سره اړیکه نیولي او دغو الماني سرتیرو د هغوي په لټون کې برخه هم درلوده.
په عاجله توگه په افغانستان کې میشت د المان د پوځ په دې اړه لا کوم نظر نه دی څرگند کړای.
دغه افغان چارواکي زیاته کړې چې برمته شوي کسان « د یوه کلي څخه بل کلي او د یو ځاې څخه بل ځایې ته انتقالیږي.»
هغه زیاتوي: « یو وخت مونږه د هغوي خلاصي ته بیخي نږدي شوي وو، خو کله چې مونږ دغه سیمي ته ورسیدو، هغوي تر مونږ دمخه بل چیرې انتقال شوي وو.»
د المان پوځ په افغانستان کې د بهرني پوځونو دریمه لویه برخه تشکیلوي. اوس مهال په افغانستان کې شاو خوا 5400 الماني سرتیري په دندو بوخت دي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم