چارواکي: طالبانو یو ځوان د قتل په تور اعدام کړی
۱۳۹۵ آذر ۱۳, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۳يمه نېټه) د حکومت یوه ویاند وویل چې طالبانو د پوهنتون یو محصل د طالبانو د یو مشر په وژنه کې د لاس لرلو په تور اعدام کړی دی. عبدالرحمن منګل وویل چې وژل شوی فیض الرحمن وردګ په کابل کې د پولیتخنیک د څلورم کال محصل وو او د طالبانو لخوا د میدان وردګ ولاید د چک ولسوالۍ د سیوکې په کلي کې اعدام شوی دی.
نوموړي وویل چې ځايي طالب جنګیالیو هغه د طالبانو د استخباراتو د مشر ملا میرویس په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړی وو. منګل زیاته کړه چې فیض الرحمن وردګ د رخصتۍ د تیرولو په موخه خپل کور ته تللی وو او د پنجشنبې په ورځ د طالبانو لخوا برمته شو او بیا په عام محضر کې په دار وځړول شو. منګل همدا راز وویل، همدا چې موږ په دې هکله معلومات ترلاسه کړل، موږ غوښتل ترڅو په دې هکله ژر لاس په کار شو، خو طالبانو هغه ډیر ژر اعدام کړ.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې یو کس په عام محضر کې په دار ځړول شوی دی.
د طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل چې دغه پیښه د دوی لخوا تر څیړنې لاندې ده. هغه وویل: «همدا چې د پلټنې د ډلې لخوا زموږ پلټنې پای ته ورسیږي، موږ به معلومات خپاره کړو.»
امریکا د چارواکو په حواله، طالبان چې د افغانستان کابو دریمه برخه ځمکه تر خپلې ولکې لاندې لري، په میدان وردګ ولایت کې ډیر فعال دي او د غربیانو لخوا ملاتړي دولت ته وخت نا وخته ستونزې زیږوي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.07.2015):