1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: سهيل کي کافي سرحدي ځواکونه نه شته

۱۳۹۰ مرداد ۱۴, جمعه

د هيواد په سهيل کي له ګاونډي پاکستان سره د افغانستان د کډي پولي په ډیري پرخي کي افغان امنیتي ځواکونه حضور نه لري. دغه خبره په کندهار کي د دريم سرحدي زون قوماندان، پاسوال تفسيرخان خوګياڼي، يوي خبري غونډي ته کړي

https://p.dw.com/p/12Bye
د دريم سرحدي زون قوماندان
د دريم سرحدي زون قوماندانانځور: DW

د ده په حواله د زابل، کندهاراوهلمند په ولايتونو کي په لسګونه کيلومټرو پرتو سرحدي سيمو کي پوليس او نور افغان امنیتی ځواکونه شتون نه لري.

تفسيرخان دا خبره مني چي د یادو سیمو څخه قاچاق وړونکي او وسله وال ګټه اخلي او د دې ولايتونو په ناامنيو کي لويه ونډه لري.

نوموړی د دغي ستونزي تر ټولو لوی لامل د افغان امنیتی ځواکونو د تشکیل کمښت بولي. هغه زیاتوي چي د دې ترڅنګ د درنو وسلو، مخابراتي او نورو سهولتونو کمښت هغه څه دي چي د دوي د کارونو په وړاندي يي خنډونه جوړکړي دي.

تفسیر خان زیاتوي چي دغه ستونزي يي د لوړپوړو چارواکو سره شريکي کړي او ډاډمن دی چي په ډير نږدي وخت کي به يي په وړاندي پرتي ستونزي حل شي.

د تفسیر خان په حواله افغان امنیتي ځواکونه په همدي کمو امکاناتو هم ځیني لاس ته راوړني لري.

دی وايي چي په تيرو دريو مياشتو کي ٣٥ تنه قاچاق وړونکي او وسلوال د يو شمير وسلو، چاودېدونکو او نشيې توکو سره يو ځاى نيول شوي دي.

اوس مهال د کندهار دريم سرحدي زون پنځه کنډکونه، دوې کميسارۍ او يو د چټک غبرګون قطعه لري.

دا په داسي حال کي ده چي د دغه سرحدي زون چارواکي وايي چي اوس مهال دوي دوو نورو کنډکونو ته اړتيا لري.

دویچه ویله/ محمد ابراهيم سپېڅلى
کتونکی: مسعود جهش