چارواکي: د امریکايي ځواکونو په ډزو کې درې ملکيان وژل شوي
۱۳۹۶ خرداد ۲۲, دوشنبهاعلان
د ننګرها ولایت ویاند حیات الله خوګیاڼي ویلي دي چې پیښه په غني خیلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې یې یو کس او دوه زامن یې په خپل کور کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې: «تر هغه وروسته چې د هغوی [امریکایانو] موټر د [سړک د غاړې] بم هدف وګرځید نو امریکایي ځواکونو ډزې پیل کړې او په نزدې سیمه کې یې یو سړه او دوه ماشومان ووژل.»
په کابل کې د امریکایي ځواکونو قوماندانی ویلي دي چې اوس د پیښې په اړه څیړنې کوي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، په وار وار ویلي دي چې له امريکايي ځواکونو سره یې یوه لویه اختلافي موضوع ملکي تلفات وو. خو ولسمشر غني بیا تر ډیره بریده پورې په دې اړه چوپتیا خپله کړې. تیره اوونۍ هم په یوه امریکايي هوایي برید کې د افغانستان په سویلي برخه کې لږ تر لږه درې تنه افغان پولیس ووژل شول او ځیني نور پکښې ټپیان شول.