چارلس شومر له ایران سره د اټومي تړون مخالفت کړی
۱۳۹۴ مرداد ۱۶, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د سنا یو معتبره سناتور ډیموکراټ چارلس شومر نه غواړي له ایران سره د اټومي تړون د معاملې ملاتړ وکړي. هغه«نیویارک ټایمز» ورځپاڼۍ ته ویلي دي چي تر ډیرې مطالعې،غور او دقت وروسته یې پریکړه کړې ده چی د تړون پر ضد رایه ورکړي.
د دغې ورځپاڼي په حواله شومر، د امریکا کانگرس د یهودي سناتورانو بانفوذه شخص دی.
شومر وايی چي هر استازی د خپل تصمیم نیولو حق پخپله لري او هڅه به وکړي چی نور سناتوران هم پر دې خبره باندي معتقده کړي چي د تړون پر ضد رايی وکاروي. اوباما به د ردیدو په صورت کي د خپلي ویټو څخه کار واخلي.
د سپټمبر میاشتی تر ۱۷ نیټې پورې د سنا او ولسي جرگې استازي کولای سي د ایران سره اټومي تړون د دوه پر درې اکثریت سره رد کړي. د «نیویارک ټایمز» په خبره ، د شومر تصمیم کیدلای سی نورو ډیموکراټانو ته هم جرأت ورکړي چي په ویانا کي د ایران او د ملگرو ملتونو امنیت شورای د پنځو دایمي غړو او جرمني تر منځ فیصله سوی تړون ردکړي.
د رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي د ډیموکراټانو یو بل استازي الیوت اېنگل وختي لا د دغه تړون سره د مخالفت اعلان کړی دی. خو که واقعأ کانگرس دا تړون د دوه په دری اکثریت سره رد کړي، بیا نو اوباما کولای سی دغه اقدام په خپلې ويټو سره رد کړي، چي وختی یې لا د هغه اعلان کړی دی.
نيتانياهو اوس هم د تړون پرضد تبلیغات کوي
انتقاد کونکي د جولای میاشتي پر ۱۷ نیټه باندي د امنیت شوری د پنځو دایمي غړو، جرمني او ایران تر منځ موافقتنامه مکمله نه بولي. د دغې موافقې تر ټولو ډیر مخالف د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو دی. هغه د ایران د اټومي بم د جوړولو د هڅي له امله د اسراييلو موجودیت په خطر کي وینی.
د سه شنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو د یهودي ټولنو سره په یوه انټرنیتي کنفرانس کی نيتانياهو پر خپلو دغو اندیښنو باندي بیا ټینگار وکړ. هغه وویل، «دا خبره چي موږ په دې دلیل د دغه تړون سره مخالف یو چي موږ جنگ غواړو، دا نه یوازې دا چې غلطه ، بلکی اعصاب خرابونکې هم ده. موږ د دې برعکس غواړو چي د جگړې مخنیوی وکړو او دغه تړون د جنگ رامنځته کیدو سبب گرځیدلای سي. ».