1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: کرزی بايد په راتلونکي ټاکنو کي د نه ټاکل کيدو بيره ولري

۱۳۸۷ مرداد ۱۶, چهارشنبه

په افغانستانکي دبيارغوني دکارونو له پيل څخه 7 کاله وروسته د افغانانو د څلورو برخو څخه درې برخي يې دحکومت او پارلمان له کارونوڅخه ناراضه دي

https://p.dw.com/p/ErcR
ښاغلی کرزی
ښاغلی کرزیانځور: AP Photo

د يوې آلمانۍ خيره ټولني کونراد ادناوا او د سياسي چارو د څېړنو ملي مرکز(NCPR) په ګډه څېړنه کي چي د سه شنبې په ورځ يې په برلين کي خپره کړې څرکنديږي چي په افغانستان کي عام وګړي د حکومت او پارلمان د کارونو څخه ناراضه دي.

په دې څېړنه کي دخلګو د جوابونو څخه سړی داسي نتيجه اخيستی سي چي جمهور رييس کرزی بايد د 2009 ميلادي کال د جمهورري رياست په ټاکنوکي د نه ټاکل کيدو بيره ولري. ددې څيړنو لپاره د روان کال دجولای دمياشتي په پای کي له 1050 تنوڅخه پوښتني سوي دي.

درپوټ دليکونکو په نظر پرته له دوو اثتثناو څخه په ټولو جوابونوکي چي دآيساف په اړه پوښتنو ته ورکړل سوي دي، د ټول افغانستان دخلګو نظر څرګندوي. د پوښتل سوو کسانو په سلو کي 18 دحکومت دکار توان ناکافي بللی دی. اوپه سلوکي 75 دپارلمان له کارونوڅخه راضي نه دي.

د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګهانځور: AP

په کابل کي د کونراد ادناور د خيريه ټولني مشر د سياسي علومو پوه بابک خلعتبري ويلي دي چي:« دغه پارلمان چي هر وخت ناندرۍ او مناقشې پکښي رواني دي، اکثريت خلګ تراوسه دا انتبانلري چي دغه پارلمان د ولس نمايندګي کوي»

داخبره دحيرانتيا وړ نده، ځکه چي دافغانستان دولسي جرګي د249 ټاکل سوو غړو له جملې څخه 80 کسه د وسلوالو مليشو قوماندانان دی. نود افغانستان دپارلمان پر چوکيوباندي دمخدره موادو په توليدکي لاس لرونکي، د جګړې جنايتکاران ،او افراطي مسلمانان ناست دٍي.

په دې څېړنه کي ويل سوي چي، دجمهو رييس کر زي دبيا ټاکل کيدو امکانات ‌ډير لږ دي. يوازي په سلو کي17تنو ويلي دي چي دی بيرته ټاکي. ولي ددې په خلاف په سلو کي 83 تنه نورنغواړي چي خپله رايه کرزي ته چي له 2002 ميلادي کال راهيسي د افغانستان جمهور رييس دی ورکړي.

خلعتبري، هيله لري چي له خلګوڅخه دپوښتنو داجوابونه په رښتيانۍ موقع کي د ويښونکي ږغ په شان وي، ځکه چي د هغه په نظر راتلونکي ټول ټاکني دنوروتر څنګ په افغانستان کي دثبات راوستلو لپاره وروستی چانس او امکان دي.

افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

خلعتبري، زياتوي ډيري مهمي اولازمي منصفانه او آزادي ټاکني، اوغه ډول دداسي کسانوکانديديدل مهم دي چي دافغانانو له نقطه نظره دمنلو وړ شاليدولري، او پخوانی وخت يې کومه لکه ونلري. پرته له هغه به ډير خراب حالت يعني دکورني سياست په ساحه کي ډيرتاوانونه او ضررونه، په يوې ظاهري دیموکراسۍ کي چي د باور وړ نوي منځته راسي.

په دې ټولپوښتنه کي ډيرو کستانو په 2009 کال کي دجمهوري رياست ټاکني، او په 2010 کال کي پارلماني ټاکني ډيري مهمي ګڼلي. د جمهوري رياست په ټاکنوکي په سلو کي79 اوپه پارلماني ټاکنوکي په سلوکي78 تنه په ټاکنو کي له خپل حق څڅه د استفادي قصدلري، اوڅه ناڅه دپوښتل سوو کسانو نيمايي برخي يعني په سلوکي 53تنو دټولوستونزو سره سره د ديموکراسۍ منځته راتلل اودهغه وده مثبته ارزولې ده.

ددې پوښتنواو جوابونوليکونکی دمجموعا 11موضوعګانو له ډلي څخه د 2 موضوعګانوپه ځوابونوکي،يعني که د افغانستان دجنوبي او ختيځو سيمو له خلګو څخه دسوله ساتي پوځ په هکله پوښتني کيدای سوای،ډير توپيرونه ممکن بولي. په کابل کي دپوښتل سووکسانو په سلو کي 47کسه د ايساف شته والي ته د افغانستان د امنيت د تضمينونکي په سترګه ګوري چي دا د 2006 ميلادي کال په نوامبر کي د ادناور، دخيريه ټولني دڅيړنو په پرتله په سلوکي 7ډير دي. خودپوښتل سووکسانو په سلوکي 51 تنه پدي منځ کي د آيساف ځواکونوته دقبضه کونکي ځواک په سترګه ګوري. خو په سلوکي 49 بيا دانظر نلري.