1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: پر پروان په هوايي بريد کي ۱۲ ملکي وګړي وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۲۹, یکشنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د پروان ولايت پيښي ته ټاکل سوي څېړونکي ډلي اعلان کي دی چي په دغه ولايت کي د امريکايي ځواکونو له خوا په هوايي بريد کي ۱۲ تنه ملکي کسان چي پنځه تنه يې کوچنيان دي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1AtRA
انځور: AFP/Getty Images

د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا ټاکل سوي څېړونکي کمېسيون د يکشنبې په روځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۹) په خپل راپور کي ويلي دي چي په دغه بريد کي پر ملکي کسانو سربيره پنځه تنه طالبان هم وژل سوي دي.

دغه پيښه چي د پروان ولايت په «سيا ګرد» سیمه کي رامنځ ته سوې ده په لومړي سر کي افغان چارواکو ويلي ول چي پکښې يوه ښځه او اووه تنه کوچنيان وژل سوي دي.

هغه مهال په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ويلي ول چي دغه ملکي کسان له دغي سيمي څخه د ناټو عسکرو تر وتلو وروسته د طالبانو په يرغل کي وژل سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د ولسي جرګې یوه استازي بيا ويلي ول چي په دغه پيښه کي له ۱۴ څخه تر ۱۷ پوري ملکي کسان وژل سوي دي.

د ولسي جرګې استازي عبدالستار خواصي، د آلمان خبري آژانس (dpa) ته د يکشنبې په ورځ ويلي دي: «د امريکا متحده ايالاتو الوتکو د دغه ولايت پر «وازغر» کلي باندي د سه شنبې د ماسخوتن له۱۰ بجو څخه د چهارشنبې تر سهاره پوري بمبارۍ کړي دي.» هغه زياته کړې ده چي دغه کلی ټول ويجاړ سوی دی او هيڅ طالب پکښې وژل سوی نه دی.

خو د ولسي جرګې يو بل استازی محمد اقبال صافی، چي د څېړني د کمېسيون غړی دی د خواصي د خبرو يوه برخه ردوي هغه ويلي دي: «په دغه پيښه کي پنځه تنه وسله وال طالبان هم وژل سوي دي.»

د ولسمشر حامد کرزي يوې وياندي عادله راز، ويلي دي چي افغان ولسمشر حامد کرزي دغه پيښه سخته غندلې ده او په وارو وار يې له امريکا متحده ايالاتونو څخه غوښتي دي چي د افغانانو پر کورونو باندي پوځي عمليات بند کړي. او دغه شان عمليات د واشنګټن او کابل ترمڼح د امنيتي تړون د لاسليکېدو خنډ دي.

طالبانو د امريکا وړانديز رد کړ

وسله والو طالبانو د امريکا متحده ايالاتو هغه وړانديز رد کړی دی، چي وايي طالب جنګيالي دي خپلي وسلې پرمځکه کښېږدي او له افغان حکومت سره دي د سولي خبري پيل کړي.

امريکا متحده ايالاتو دغه وړانديز په داسي حال کي کړی دی، چي په کابل کي پر يوه رستورانت باندي په ځانمرګي بريد او وسله وال يرغل کي ۲۱ انسانان ووژل سول چي ۱۳ تنه يې بهرنيان ول.

سپيني ماڼۍ د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۸) له طالبانو څخه وغوښتل، څو خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي او د سولي له پروسې سره يو ځای سي.

واشنګټن د شنبې په ورځ وويل: «موږ له طالبانو څخه يووار بيا غواړو چي خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي او د سولي خبري پيل کړي، چي دا د بحران د ختمولو تر ټولو مهمه لار ده.»

خو د امريکا متحده ايالاتونو د دغي غوښتني په غبرګون کي د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه بیانيه کي ويلي دي: «موږ د امریکا دغه وړانديز ردوو.» هغه زياته کړې ده «که امريکا رښتيا هم د افغانستان له پاره سوله او ثبات غواړي، بايد بې له ځنډه خپل ټول لښکر له افغانستان څخه وباسي او افغانان پريږدي چي خپلي غوښتني ولري.»

ذبيح الله مجاهد په خپله بيانيه کي دغه راز پر امريکا متحده ايالات باندي د نورو «خونړيو بريدونو» ګواښ هم کړی دی.

دا په داسي حال کي ده چي افغان حکومت او امریکامتحده ايالاتونو په وارو وار تلاښ کړی دی چي وسله وال طالبان د سولي د خبرو اترو مېز ته را وبولي، خو طالبانو له افغان حکومت سره هرډول خبري رد کړي دي.