څېړنه: مهاجرو د مسلکي کسانو خلا نه ده ډکه کړې
۱۳۹۵ آبان ۶, پنجشنبهپه آلمان کي به د نفوس زياتوالی په دغه هيواد کي د مسلکی کسانو کمښت پوره نه کړلای سي. دا د هغې څېړني د پايلو له مخي چي د فدرالي آلمان د مسلکي روزنې د انستيتيوت له خوا تر سره سوې ده. د آلمان د نفوس د زياتېدو يو مهم او وروستی لامل و دغه هيواد ته د ګڼ شمېر مهاجرو راتګ بلل کيږي.
د څېړنې په راپور کي ويل سوي چي په آلمان کي په زياته بيا په تخنيکي او طبي مسلکونو کي د مسلکي کسانو کمښت دی. د دې تر څنګ د کمپيوتر پوهنې او په ساينسي علومو کي د پوهه لرونکو د کمښت خبره هم سوې ده.
د دغې څېړنې پايلو وړاند وينه کړې ده چي په راتلونکو کالونو کي به په ياد ډګر کي د مسلکي کسانو کمښت پر ځای پاته سي. دغه پايلي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۲۷مه نېټه) د آلمان په بون ښار کي وړاندي کړل سوې.
کارپوهان و آلمان ته د پناه غوښتونکو او اروپايي کډوالو د راتګ له کبله اټکل کوي چي د آلمان اوسنی نفوس چي تقريبا ۸۱،۲ مليونه دی، تر ۲۰۲۳ کال پوري به تقريبا ۸۳،۴ مليونو انسانانو ته جګ سي.
د څېړني د پايلو له مخي هغه پناه غوښتونکي چي آلمان ته راغلي هغوی په سمدلاسه توګه د کار بازار ته نه ننوزي بلکه په ځنډ سره کرار کرار دغه بازار ته داخيليږي. د دغه ځنډ وجه دا بيان سوې چي د راغلو مهاجرو تقريبا درېيمه برخه دمګړی تر ۲۰ کالو کم عمر لري. د دې تر څنګ دا وجه هم بيان سوې چي د کار په بازار کي د پناه غوښتونکو ادغام هم وخت غواړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2015):