1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: دغزې په سيمه کي اوسنی حالت په تيرو 40 کلونو کي بيساری دی

۱۳۸۶ اسفند ۱۶, پنجشنبه

دغزې په سيمه کي دوګړو دژوندانه وضع ډیره خرابه ده . دهغه څېړنود مخ چي دبشري حقونو د سازمانونو له خوا په دې اړه په دغه سيمه کی سوې ده ، دوی دغزې په سيمه کي اوسنی بشري ويجاړ حالت په تیرو 40 کلونو کي بيساری ګڼې .

https://p.dw.com/p/DKBK
دغه څېړنه د Amnesty International په شمول دبشرد حقونو داتو پلوی سازمانونو له خوا سوې
دغه څېړنه د Amnesty International په شمول دبشرد حقونو داتو پلوی سازمانونو له خوا سوې

د بشري پلوی سازمانونو په رپوټونو کي ويل کیږې چي دغزي دسيمې اوسيدونکې په سلو کي 80 خپل دژوندانه ورځنۍ اړتیاوي دبهر نیو خيريه ټولنو څخه لاس ته راوړی او که دغه مرستي نه وي دوی په ژوند کي هيڅ نلري . په دغه سيمه کي لږ تر لږه په سلو کي 40 وګړي بېکاره دي . ددغي سیمي په روغتونونو کي دورځي تر 12 ساعتو پوري بريښنا نسته. او ددغي سيمي دوګړو دپاره د څښلو داوبو سيستم د منځه تلو په حال کي دی. دغه څېړني د Amnesty International په شمول دبشرد حقونو داتو پلوی سازمانونو له خوا سوې .

داسي ويل کيږي چي د امريکا دمتحده ایالتونو حکومت دحماس د سازمان پر ضد په اصطلا ديوې کودتا خيال لری او څنګه چی د Berliner Zeitung په نامه آلمانۍ ورځپاڼه لیکي داسرايلوحکومت غواړي دحماس داسلامی تندلاري سازمان پر ضد جګړې ته ترهغه وخته دوام ورکړي ، تر څو چي دغه سازمان بېخي له منځه ولاړسی . او دا موخه داسرايلو لومړي وزیر ايحود اولمرت له دی امله هم تعقيبوي چي دی دکورني سياست له امله دحماس دډلي سره تماس نسي نيولای.

خو بيا آلمانۍ ورځپاڼه مخ په وړاندي ليکي چی :هم د حماس دډلۍ پر ضد د روانو مبارزو او جګړو او هم په 2006 مېلادي کال کي دليبنان دجګړې دتجاربو څخه څرګندیږی، چي اولمرت به خپل دغه هدف ته ونسی رسيدلای . په تير کال کی دليبنان دجګړې تجربې وښودله چي اسرايليانو وسوای کولای دحزب الله ډله ضعيفه کړي، خو دوی ونسوای کولای چي ددوی لار ښونکي مشران له منځه یوسي. داچي دامريکا دمتحده ایالتونو حکومت غواړي دحماس داسلامي ډلي پر ضد يوه کودتا وکړي ،په دې اړه د Vanity Fair په نامه يوې آمریکايي مجلې يوه مقاله تهيه کړې چی تراوسه له چاپه هم نده را وتلې ، خودمخه يې په نژدې ختيځ کي ډيري خبري او تبصرې رامنځ ته کړي دي .

د امريکا يي مجلې په مقاله کي چي د « غزې دبم » تر سرلیک لاندي د اپريل په مياشت کي چاپ سوې، ليکل سوی، چي آمريکایانو هڅه کړې چی د حماس حکومت دغزې په سيمه کي را وپرزوي خو ددوی دغه هڅه دناکامۍ سره مخامخ سوې ، او په پای کي نه یوازي داچي د حماس داسلامي تندلاري ډلي حکومت دغزې په سیمه کي ندی را پرځیدلی بلکی د حماس دډلي ځواک دغزې په سیمه کي ټينګ سوی او د الفتح د سازمان پلويان دغزې دسيمي څخه بېخي شړل سوی دی.

داخبره د تیرکال خبره ده. د 2006 مېلادي کال په مني کي دغزې په سيمه کي د حماس او دالفتح دسازمان دپلويانو ترمنځ خونړۍ جګړې رامنځ ته سوي. دفلسطين په کورواکو سيمو کي اسلامي ډلو څو مياشتي دمخه پارلماني ټاکڼي ګټلي وې، خو دالفتح ډلي نه غوښتل چي په پارلماني ټاکنو کي خپله ماته ومني. په تېره بيا د فلسطين دکورواکي ادارې دامنیتي چارو پخوانی مشر محمود دالان دغزې په سیمه کي دحماس داسلامي ډلي سرسخت مخالف وو. دالان هم پر امریکایانو او هم پر اسرايليانو باندی ډیر سخت ګران دی. نوموړي دحماس پر ډله باندي داتور لګاو چي د تهران او دمشق څخه دوی رهبري کیږي.

داسي ويل کېږي، چي دالان دحماس پر ضد په جګړه کي په هغه وخت کي يوازي نه وو بلکي دهغه ملاتړ دامريکايانو له خوا کيدی. دوی داسي يو پټ پلان درلودی چي د حماس حکومت باید راوپرځول سي.

خو دآمريکا د متحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزیري کوندا ليزا رایس نژدي ختيځ ته دخپل سفر په وخت په دې خبرې اعتراف کړی چي دفلسطين دکورواکي ادارې امنيتي ځواکونه د فلسطين دکورواکي ادارې مشرته دوفادارۍ له امله د حماس دډلي په وړاندي پاڅون کړی.