څېړنه: ترکان ولي په الماني ټولنه کي د ورګډېدو ستونزي لري؟
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱, چهارشنبهپايله يې حيرانونکي نه ده، دا ځکه چي دلته په ټولنه کي د ژوندانه له ټولو معيارونو او اصولو نه ترکان وروسته پاته دي.
دبيلګي په توګه د سواد په زده کړه کي د ترکي ښځو د شمېرکموالی، په نورو ټولينزو برخو کي لکه د بيکارۍ پيسې يا ټولينزي مرستي اخستل او هم په مسلکي توګه په يو کار کي پوهه تر لاسه کولوکي دوی له ټولو هغه بهرنيو اطباعو څخه وروسته دي، چي هغوی هم د دوی په څير له خپله هيواده المان ته راغلي.
د دوی په اړه تر ټولو ستونځو له را څرګنديدلو نه دا جوتيږي، چي دوی دومره ژر نه غواړي په خپلو کړووړوکي بدلون راولي.
خو د داسي حالاتو پړه نه يوازي د ترکانو، بلکي له اوږدې مودې راهيسي د هغه الماني سياست والو پر غاړه هم ده،چي د ترکانو د داسي چلند په اړه يې سترګي پټي کړي.
د ترکانو په اړه، چي مسلمانان دي،د 2001 کال د سپتمبر د مياشتي د يوولسمي نېټې له پيښي څخه وروسته توپير پيدا سو او د وګړو نظر دلته بدلون وموند او ترکانو ته د نورو اروپاي کډوالو په څير لکه د ايټالوي او يا هسپانويانو او عيسويانو او يهودو په څير په يوه سترګه نه کتل کيده. دوی ته زيات پام واوښت، ځکه چي دوی مسلمانان دي او خپل اسلامي دودونه پالي.
بله ستونزه چي ترکان يې په المان کي لري هغه دا ده چي که دوی له المان نه بيرته خپل هيواد ته ولاړ سي نو المان ته د بيرته راتګ له پاره ويزه بايد واخلي،په داسي حال کي چي هسپانويانو ايټالويا نو يا يوناينانو ته چي داروپايي ټولني غړي دي ويزي ته اړه نه لري.
نو په دي توګه اسلامي تندلارو دلته د وګړو ذهنونه بدل کړي او هم د نورو اروپايي هيوادونو وګړو ته د يو اروپايي هډه په سترګه کتل کيږي حال داچي ترکان د دې وګړو په څير په اروپايي هډو کي نه راځي.
په دي ډول دوی ځان په المان کي له ټولني نه پر شا کوي او د خپل ژوندانه له پاره بله نړۍ لري،بې له دې چې يوه کلمه الماني وپوهيږي او نن ورځ يوه ترکۍ کورنۍ دلته د زيږدني د ورځي څخه بيا تر مرګه پوري اوسيږي، بې له دې چي له چا سره په الماني وغږيږي.
د دې له پاره چي د تر کانو له پاره په راتلونکي کي په ټولنه کي د ورګډيدلو په لار کي اسانيتاوي را منځ ته سي نو نه يوازي په تاريخي ملګرتياو اکتفا وسي بلکي ترکانو ته لکه د نورو اروپايي کډوالو په څېر په المان کي مساوي حقوق ورکړل سي.
Güngör,Bahaeddin/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل