1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: افغانان د خپل راتلونکي په هکله هيله مند دي

۱۳۸۹ آبان ۱۸, سه‌شنبه

د هغو افغانان شمېر وار په وار ډيريږي چي وايي د دوی جګړه ځپلی هيواد کرار کرار د يوې روښانه راتلونکي په لور ګام اخلي، خود اداري فساد او اختلاس د لمن د پارخېدو څخه اندېښنه لري.

https://p.dw.com/p/Q2A4
انځور: AP

د افغانستان د وضعيت په هکله دغه ډول ارزونه د Asia Foundation يا «آسيايي بنسټ» په نامه څېړنيز مرکز له خوا نن خپره سوي ده.

په دغه څېړنه کي چي سږ کال تر سره سوې، په سلو کي 47 افغانان په دې باور دي چي د هغوی هيواد د يوې ښې روښانه راتلونکي پر لور پر سمه لار روان دی، حال دا چي تير کال يوازي په سلو کي 42 افغانانو دغسي فکر کاوه.

په سلو کي 38 هغه کسان چي په خپل هيواد کي د پرمختګ لپاره خوشبين دي، د امنيتي وضعيت له ښه کيدو او د بيارغاوني کارونو او خصوصاً د نجونو لپاره د زياتو ښونځيو له جوړيدو څخه راضي ښکاري.

په سلو کي 37 افغانان لا تراوسه امنيتي کمزورتيا چي په هغو کي حملې، زور زياتي او تروريزم شامل دي، د هيواد د لومړنيو ملي ستونزوڅخه ګڼي.

له 2011 کال څخه را په دې خوا چي د طالبانو رژيم نسکور سوي، سږنی 2010 کال په افغانستان کي تر ټولو خونړی گڼل سوی.

لکه څنګه چي د نوموړي څېړني هدف د افغانستان د ولسي ژوند د وضعيت معلومول دي، د هرو شپږو حوزو څخه يوه يې بايد د امنيتي انديښنو له امله بدله سوی وای.د 2007 کال په پرتله د څېړني لپاره د حوزو بدلون په سلو کي 2 زيات سوی دی.

د آسيا فونديشن د څېړنيز مرکز د معلوماتو له مخه، په سلو کي 83 افغانان د حکومت له مخالفو وسلوالو سره د روغي جوړي د خبرو اترو پلوي کوي.

تير کال په سلو کي 71 افغانان د داسي خبرو اترو پلويان ؤ. د ولسمشر کرزي حکومت ويلي دي چي له ياغيانو سره يې د« افغانانو» په توګه لومړني تماسونه نيولي دي، دا په داسي حال کي ده چي امريکا متحده ايالات او ناټو هم د افغان حکومت له هڅو څخه ملاتړ کوي ترڅو د افغانستان د لانجي لپاره د حل يو لاره پيدا کړي.

ترامنيت وروسته افغانان بيکاري د خپل هيواد د ملي ستونزو څخه ګني. د هغو کسانو سره چي دغه انديښنه موجوده، د آسيا فونديشن د څېړني له مخه، شمير يې په سلو کي 28 ته رسيږي.

اختلاس او اداري فساد د افغانانو د ملي ستونزو په دريمه درجه کي راځي په سلو کي 27 افغانان وايي چي دوی د اداري فساد او اختلاس د پراخيدو څخه انديښنه لري.

دا رقم د تير کال په پرتله ډير زيات دی، د نوموړي څېړنيز مرکز د تيرکال د احصايي له مخه په سلو کي يوازي 17 افغانانو دغسي انديښنې درلودي.

د څېړني د رپوټ له مخه دا چي ولي د افغانانو سره دغسي انديښي د پخوا په پرتله زياتي سوي دي، ښايي وجه دا وي چي نړيوالي نيوکي پر افغانستان ډيري سوي چي په حکومتي ادارو کي شفافيت کمزوری دی او د يوې اغيزمني حکومتوالي د جوړولو لپاره يې هڅي نه دي کړي.

د آسيا فونديشن يا آسيايي څېړنيز بنسټ په څېړنه کي له 6467 افغانانو چي عمرونه له 18 څخه زيات ؤ مرکې کړي دي. دغه څېړنه د جون د 18 څخه د جولای تر 5 پوري سرته رسيدلې ده.

د متحده ايالاتو د نړيوالو پرمختيايي مرستو د ادراې له خوا د نوموړي څېړنيز مرکز څېړنه تميول سوي ده او له 2004 کال څخه را په دې خوا يې د غه شپږمه څېړنه ده.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل