1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: د رسنیو خپلواکي په ټیټه کچه کې ده

۱۳۹۶ اردیبهشت ۸, جمعه

د یوې څیړنې له مخې، د تیرو دیارلسو کلونو په پرتله اوس د رسنیو خپلواکي تر ټولو ټیټي کچې ته رسیدلې. په څیړنې کې راغلي چې د ولسمشر ترمپ حملو او د یو شمیر هیوادونو د مشرانو سیاستونو د رسنیو آزادي ته تاوان رسولی.

https://p.dw.com/p/2c5QT
China Hong Kong Media Protest
انځور: Getty Images/AFP/P. Lopez

د "Freedom House" په نامه مدني حقوقو د دفاع یوې امریکايي ادارې د څیړنو له مخې اوسمهال د نړۍ ۴۵ سلنه وګړي په داسې هیوادونو کې ژوند کوي چې پکې د رسنیو خپلواکي نه شته. د دې سازمان د موندنو پر بنسټ، د نړۍ ۴۲ سلنه نفوس په داسې یوه چاپیریال کې ژوند کوي چې د رسنیو خپلواکي په نسبي ډول شته، او یوازې ۱۳ سلنه وګړي په داسې چاپیریال کې ژوند کوي چې پکې د رسنیو بشپړه خپلواکي حاکمه ده.

د دې څیړنې مسووله، جینیفر دونهام وايي چې امریکا متحدو ایالاتو، پولند، فلیپین او د جنوبي افریقا په ګډون د ډيرو دیموکراتو هیوادونو سیاستوالو د خپلواکو رسنیو پر اعتباري او د شواهدو پر بنسټ جوړو شوو رپوټونو باندي حملې کړي دي. د دونهام په حواله د دې سیاستوالو دغه اقدام د دې سبب شوی چې په آزادو ټولنو کې پر رسنیو د څار زوړ رول کمزوری شي.

د فریدم هاوس په نامه دغه سازمان په خپل سږني رپوټ کې د ۱۹۹هیوادونو رسنۍ ارزولي دي. یادې ډلې امریکا متحد ایالات د یوه داسې هیواد په توګه یاد کړی دی چې د رسنیو پروړاندي تر ټولو ډیر تحمل پکې ترسترګو کیږي. د دې سازمان موندني همدا راز ښيي چې واک ته د ترمپ تر رسیدو مخکې که څه هم په رسنیو کې مالي محدودیتونو او همدا راز حزبي تمایل څه نا څه ستونزي رامنځته کړې وې. دغه سازمان همدا راز زیاتوي چې له ځینو رسنیو څخه د ترمپ د شکایتونو له امله چې هغه رسنۍ د امریکا د خلکو دښمن ګڼي، اصلاً د ناسمو معلوماتو د ورکړي له امله دی. څیړنه همدا راز وايي چې دغه کار په دې هیواد کې د رسنیو د حالت د خرابیدو لامل ګرځیدلی دی.

فریدم هاوس په خپله دې څیړنه کې همدا راز زیاتوي چې په نړۍ کې به پر رسنیو محدودیتونه همدا راز ادامه پیدا کړي. څیړنه همدا راز ښيي  چې د امریکا متحد ایالات، د اروپايي ټولنې ځینې غړي هیوادونه او همدا راز نورو دیموکراتو هیوادونو د رسنیو د خپلواکۍ لومړی مقام له لاسه ورکړی دی. دغه سازمان روسیې ته په اشاره سره وايي چې مسکو د نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د خپلو ګاونډیو هیوادونو پر رسنیو باندې د نفوذ په هڅه کې دی.

له بل پلوه، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، زیګمار ګبریل تیره ورځ په هامبورګ کې وویل چې د رسنیو خپلواکي هڅکله هم د غربي هیوادونو له نعمتونو څخه نه ده. نوموړي ویلي دي چې هغه د ځینو سیاستوالو له خولې اوریدلي دي چې د رسنیو خپلواکي د «غربي هیوادونو طرح» ده چې د هغه په وینا دغه نظر د رسنیو له خپلواکۍ سره په ځینو مواردو کې سمون نه لري. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د لا ډیر وضاحت له پاره وویل چې خپلواکي او دیموکراسي باید په جغرافیوي شکل ونه ویشل شي، بلکي د دې پر ځای باید دغه موضوع په ټوله نړۍ پوري اړه ولري.

ګابریل همدا راز زیاته کړه چې رسنۍ په یوه هیواد کې د «څلورمې قوې» په شان ارزښت لري او دوی باید خلکو ته د مقننه، اجرایه او قضایه قوې په هکله داسې معلومات وړاندې کړي چې خلک په لا ښه ډول قضاوت وکولای شي.

د نړۍ په ۱۳ هغو هیوادونو کې چې د رسنیو د خپلواکۍ له امله په غوره حالت کې دي، ټول د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه دي. په دې ډله کې ناروې، هالند او سویډن د جدول په سر کې ځای لري. بل لوري ته بیا د ليست په پای کې د شمالي کوریا، ترکمنستان او ازبکستان هیوادونه دي. تر دې دریو هیوادونو وروسته، د چین، ایتوپیا، ایران او په سوریه کې هم د رسنیو حالت د اندیښنې وړ ښوول شوی دی.

فریدم هاوس د خپلې څېړني په یوه برخه کې همدا راز په ترکیه کې د رسنیو محدودیت ته کتنه کړې ده او ویلي يې دي چې په دې هیواد کې د رسنیو حالت د خرابیدو په حال کې او د رسنیو سانسور هم مخ پر ډیریدو دی.

په دې رپوټ کې همدا راز د پولنډ تحولات هم منفي لوري ته د حرکت په حال کې ګڼلي دي او ویلي يې دي چې د دې هیواد حکومت «د رسنیو پروړاندې او همدا راز د انتقادي رپوټونو پر وړاندې تحمل نه لري.»