څيپريس: د کيميايي موادو پلورنه دې وڅارل شي
۱۳۸۶ شهریور ۱۹, دوشنبهاعلان
د آلمان د سوسيال دموکرات گوند دغه سياستواله وايي چې په آزاده توگه په بازار کې د دغه راز توکو پلورل ناسم کار دی. د سه شنبې په ورځ نيول شويو ترهگرو د څو مياشتو په اوږدو کې يو درجن د کيميايي توکو سطلونه رانيولي وو. له دغه هايدروجن پر اکسايد نومي کيميايي توکي څخه د آلمان د جناحي پوليسو په وينا داسې يو زورور بم جوړېدای شي چې د چاودنې زور يې 550 کيلوگرام ټي ان ټي ته رسېږي. رسنۍ راپور ورکوي چې دغه بريدونه په روانه مياشت کې تر سره کېدونکي ول.