1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څو بريدونو سعودي ولړزاوه

۱۳۹۵ تیر ۱۵, سه‌شنبه

درې همغږو بریدونو د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ولړزاوه. یو برید خو په مدینه منوره کې نبوي مسجد ته څیرمه وشو. د دغو برید پړه تراوسه لا کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

https://p.dw.com/p/1JJ6W
انځور: picture-alliance/dpa/Saudi Press Agency

د دوشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې درو ځانمرگو بریدونو لږ تر لږه څلور پولیس ووژل او یو شمیر نور خلک یې ټپیان کړل.

تر اوسه پوري لا کومي ډلي د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی. له دغو بریدونو څخه یو یې په مدینه منوره کې نبوي مسجد ته څیرمه شوی. دلته د اسلام د پیغمبر مقبره هم ده.

په نبوي مسجد کې په سونو زره کسان د ماښام لمانځه د ادا کولو له پاره راټول شوي ول، چې امنیتي ځواکونه مسجد ته څیرمه د موټرو په تمځای کې یوه شکمن کس ته ورنزدې شول.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «امنیتي ځواکونه په یوه کس باندې شکمن شول چې د میلمنو د موټرو له تمځای څخه د مسجد نبوي پر لور روان وو.»

په بیانیه کې راغلي دي، کله چې امنیتي ځواکونو د هغه د درولو هڅه وکړه نو هغه خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ او د هغه په شمول د څلورو امنیتي ځواکونو د وژل کیدو سبب وگرځید. بیانه وړاندې کاږي چې په دغه پیښه کې نور پنځه تنه هم ټپیان شوي دي.

ترهگري شبکې القاعده او په خپل سر نومول شوي افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش په دغه محافظه پاله سلطنت کې بریدونه تر سره کوي. هغوی په روژې میاشت کې د بریدونو د ډیرولو هوډ کړی وو.

سعودي خبریال خالد المینا له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د داعش په شان ډلې په عربستان کې د گډوډۍ او هرج او مرج د رامنځ ته کولو هڅه کوي. د هغه په خبره د اسلام له درو سپیڅلو ځایونو څخه پر یوه باندي برید ټولومسلمانانو ته سپکاوی دی.

د المینا په خبره «د اسلام د پیغمبر مسجد ته زيان رسول، د هر مسلمان له پاره ډیره ناراحته کوونکي دی» او په وینا یې دغه برید وښووله چې تندلاري کمزوري شوي دي.

په مدینه کې ماښام مهال د برید د ترسره کیدو پر وخت په شیعه میشتې ښار قطیف کې هم یوه ځانمرگي برید کوونکي د یوه مسجد مخې ته ځان الوزولی دی. د مرگ ژوبلې په هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوی د درو جسدونو د پاته شویو په هکله څېړنې کوي او دې ته یې اشاره کړې چې ښایي ځانمرگی برید کوونکی یو تن نه وي.

خو د قطیف یوه اوسیدونکي محمد النمر اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې مرگ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې. النمر د شیعه مذهبه مسلمانانو د مشهورعالم نمر النمر ورور دی چې په جنورۍ میاشتې کې د حکومت ضد احتجاجونو د لمسون په توگه اعدام شو. دغه څه له ایران سره د سعودي عربستان دیپلوماتیکي اړیکې خړې پړې کړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په مدینه کې برید غندلی دی.

د دوشنبې په سهار په جده کې د امریکا قونسلگرۍ ته څیرمه یو ځانمرگی برید وشو. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه برید کوونکی يو پاکستاني وگړی دی چې له دولسو کلونو راهیسې په سعودي عربستان کې اوسېده.