څوک تر ټولو ښايسته ږيره لري؟
برېتونه، بشپړه ږيره يا څڼې پرېښودل هر څوک کولای شي. خو په اتريش کې د ږيرو په نړيواله سيالي کې نارينه و وښودله چې ږيرې، برېتونه او څڼې هنري ارزښت هم لري. دلته تر ټولو ښايسته ږيرې او برېتونه ليدلی شئ.
د هېوادونو تر منځ د وېښتو په سر سيالي
له شلو هېوادونو څخه ۳۵۰ برخه والو د ږيرې په نړيوالو اتلوليو کې سيالي وکړه تر څو معلومه شي چې تر ټولو ښکلي برېتونه او ښايسته ږيره د چا ده. خو هره ږيره سره هم ورته نه ده. په ۱۸ مختلفو مسابقو کې مختلف القاب ورکړل شول. د ژوري پلاوي قضاوت تل په همغږۍ سره نه دی شوی.
څومره عجب برېتونه دي!
تاو راتاو برېتونه، ږمنځ شوې ږيرې، رنګه وېښته يا نور سينګارونه. ۱۵۰۰ نندارچيانو ته په دغو سياليو کې د ليدلو وړ ډېر څه وړاندې شول.
شاهانه برېتونه
سل کاله پخوا دغسې برېتونه ډېر عام ول، خو نن يوه عجيبه ننداره ده. د «شاهانه» برېتونو له پاره په سياليو کې يوه ځانګړې کتګوري هم شته، چې پکې امریکايي، جېکي لين، په دې بريالی شو چې آلمانی لقب لرونکی، اويګن هيپ، له ګدۍ وپرځوي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده آيالاتو هيڅکله شاه او قيصر نه دی لرلی.
د امريکايانو برياليتوب
له نيو يارک څخه راغلی دغه برېت لرونکی ښايي خپل ښار ته ډېر لېواله وي چې بيرغ يې په اوږو کړی دی. خو نور امريکايي برخه وال هم ډېر وځلېدل. هغوی له ۱۸ القابو څخه شپږ وګټل او د نړيوالو اتلوليو اصلي ګټونکي دي.
ځانګړې توجه
د اتريش په لېوګانګ ښار کې د ژوري پلاوي هر شي ته ډېره پاملرنه وکړه ځکه چې واړه جزيات هم بايد کتل شوي وای. که ږيره مثلا سمه ږمنځ شوې نه وه، نو شمېرې کمې ورکول کېدې.
بشپړه ږيره
يوه کلاسيکه کتګوري بشپړه ږيره ده، چې يوه ځايي اوسېدونکي، هانس ګاسنر، وګټله. نور ږيرور هم په دغه انځور کې ليدل کيږي چې له نورو هېوادونو څخه اتريش ته راغلي ول.
د ۲۰۱۷ کال سيالۍ په تکساس کې تر سره کيږي
څوک چې په اتريش کې جايزه نه وړي، دې سمدلاسه د ږيرې خرېيلو آلې ته لاس نه اچوي. ايله دوه کاله وروسته د امريکا متحده آيالاتو په اوستين ښار کې بل چانس هم شته چې سړی د ږيرې او برېتونو نړيوال اتل جوړ شي.