څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟
د يوه راپور له مخي د جرمني د بهرنيو چارو ورازت په يوه کال کي ۷۰۰۰۰ ويزې د هغو مهاجرو کورنيو ته ورکړي دي چي په جرمني کي دي. دا تر دوه کاله مخکي دوه برابره دي.
د جرمني د «ويلت» رسنۍ د دغه هيواد د بهرنيو اړيکو دفتر په حواله ويلي دي چي په ۲۰۱۶م کال کي د هغو مهاجرو کورنيو ته چي په جرمني کي ژوند کوي د دوه کاله مخکي په پرتله دوه برابره زياتي وېزې ورکړل سوي دي.
په ۲۰۱۴م کال کي ۳۰۰۰۰ او په ۲۰۱۵م کال کي ۵۰۰۰۰ وزيزې هغو کسانو ته ورکړل سوي دي چي زوی، يا مېړه، يا ماېنې يا لور ئې په جرمني کي پناه غوښتې وه.
جرمني يوازي د ۲۰۱۶م کال په لومړيو درو ربعو کي د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدو په موخه۷۰۰۰۰ وزېزې ورکړي دي.
دا لومړی وار دئ چي د مهاجرو کورنيو ته د وزېزو د ورکړي په اړه معلومات خپريږي. د جرمني د مهاجرو چارو ادارې تر اوسه پوري يوازي د پناه غوښتني په اړه شمېرې خپرولې.
داسي اندېښنې وې چي جرمني ته د مهاجرو په راتگ سره به هغوی يعنی مهاجر وروسته بيا د خپلو کورنيو د راغوښتلو غوښتنليکونه وړاندي کړي. خو د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کي داسي پريکړه وسوه چي د کورنۍ د يوځای کېدو غوښتنه به دوه کاله وروسته کيږي.
په جرمني کي ډېرو سوريايانو ته د موقتي اقامت اجازه ورکړل سوې ده. په دې اساس نو دوی تر دوو کلونو پوري نه سي کولای چي جرمني ته د خپلو کورنيو د رابللو غوښتنليک وړاندي کړي.
جرمني ته د مهاجرت بحران په لومړيو مياشتو کي سوريايانو ډېر چانس لاره چي ژر قبول سي او نيم کال وروسته بيا د خپلي کورنۍ د رابللو غوښتنلیک هم وړاندي کړي. خو وروسته داسي پريکړه وسوه چي سوريايانو ته به موقتي ويزه ورکول کيږي او د کورنۍ د غړو راغوښتل به ئې جرمني ته تر راتگ دوه کاله وروسته ممکن وي.
په جرمني کي په دې اړه اندېښنې زياتي سوي چي په نژدې راتلونکې کي به د پناه غوښتونکو تر شمېر د هغو کسانو شمېر زيات سي چي د خپلي کورنۍ له غړي سره د يوځای کېدو له پاره غوښتنلیک وړاندي کوي.