1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څوارلس رسنۍ نغدي جريمه سوې

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د ټاکنو د رسنیو کمېسیون، ۱۴ رسنۍ د انتخاباتي کمپاین او سکوت په دوره کې د سرغړونو له کبله نغدي جریمه کړې. رسنۍ له پنځو زرو افغانیو څخه نیولي تر ۵۰ زرو افغانیو پوري جریمه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BnLB
انځور: dapd

دغه کمېسیون هغو رسنیو ته چې د کمپاین په دوره کې یې توازن ساتلی او د سکوت په دوره کې یې د هیڅ کوم کانديد په گټه تبلیغ کړی نه دی، جایزي په پام کې نیولي دي.

د رسنیو د کمېسیون ویاندي فریده نیکزاد، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اپریل میاشتې ۲۳مه) په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل: «د کمېسیون غړو نن پریکړه وکړه، چي یو شمیر رسنۍ د سرغړونو له کبله نغدي جریمه شي.»

د ټاکنو د رسنیو د کمېسیون د پريکړي پر اساس، آرزو، راه فردا، افغان او دعوت تلویزونونه هر یو۵۰ زره افغانۍ، آینه تلویزون ۷۵ زره افغانۍ، صبا تلویزون ۶۰ زره افغانۍ، په بلخ کې مهر تلویزون ۲۰ زره افغانۍ، شمشاد تلویزون ۱۰ زره افغانۍ، نورین تلویزون ۱۰ زره افغانۍ، په کندهار کې هیواد تلویزون ۵ زره افغانۍ، نوا راډیو۱۰ زره افغانۍ، نگاه تلویزون ۳۵ زره افغانۍ، ژوندون تلویزون ۳۵ زره افغانۍ، او د نور تلویزون ۱۰ زره افغانۍ نغدي جریمه کړي دي.

خو دغه کمیسیون ویلي دي چې د آریانا، طلوع، کابل نیوز، او یک تلویزون په روڼه او متوازنه توگه عمل کړی دی.

آغلي نیکزاد په خپلو خبرو کې وویل چې د دغو رسنیو د جریمه کیدو اصلي دلیل، د سکوت په دوره کې چپ نه پاته کېدل ول. د رسنیو د فعالیتونو د تنظیم د لایحې پر اساس چې د ټاکنو د رسنیو د کمېسیون له خوا ترتیب شوې ده، رسنۍ باید د انتخاباتو د ورځي تر پیل ۴۸ ساعته مخکې سکوت غوره کړي او د هیڅ کاندید په گټه تبلیغ نه وکړي. خو نیکزاد وویل چې دغو رسنیو د قانون برخلاف عمل کړی دی:

«د ټاکنو په دوره کې په ځانگړې توگه د سکوت په دوره کې د رسنیو د فعالیتونو د تنظیمولو د لایحې نه مراعاتول، د دغه جریمي اصلي دلیل وو. زیاتره دغو رسنیو د سکوت په دوره کې پوښښ لرلی دی.»

د ټاکنو د رسنیو کمیسیون، له رسنیو څخه وغوښتل چې د ټاکنو تر نهایي پایلو پوري، د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د خپل فعالیت او تلویزوني اعلانونو په اړه رپوټ ورواستوي.

دغه کمېسیون وویل، هغه رسنۍ چې د خپل مالي رپوټ له وړاندي کولو څخه ډډه وکړي، نغدي جریمه کیږي.

د رسنیو ستایل

د ټاکنو د رسنیو کمېسیون، هغه رسنیۍ چې د انتخاباتي کمپاین او سکوت په دوره کې یې په مسلکي او قانوني شکل خپل کار پر مخ بیولی او مساوي پوښښ یې لرلی دی، ستايلي دي.

د دغه کمیسیون د ارزیابۍ له مخي آریانا اف ام راډیو، په کندزه کې زهره راډیو، سلام وطندار راډیو، په هرات کې هري راډیو او په کاپیسا کې بهار راډیوگانو ښه کار کړی دی. آغلي نیکزاد وویل چې د دغو رسنیو له پاره جایزې هم په پام کې نیول شوي دي: «هغه محترمي رسنۍ چې د ټاکنو په دوره کې یې ښه کار کړی دی د هغوی د مسلکي کار د ستایلو په خاطر به هغوی ته یو ستاین لیک ورکړل شي.»

په عین حال کې د ټاکنو د رسنیو کمېسیون، وویل چې یو شمیر راډیو گانو لکه، په کندهار ولایت کې هیواد راډیو، په بدخشان کې آمو راډیو، په پکتیا کې پکتیا غر راډیو، په کابل کې راه فردا راډیو، جوانان او نوا راډیوگانو، خپل بې طرفي توب نه دی ساتلی.

د نوموړي کمېسیون په وینا د آرمان ملي، اوټ لوک او ۸ صبح ورځپاڼي په دې توانیدلي چې خپل توازن وساتي، خو د افغان اېکسپرس په نوم ورځپاڼي د ولسمشرۍ د یوه کاندید زلمي رسول له پاره د تبلیغاتي کمپاین فضا برابره کړې وه.

کمېسیون ويلي دي، پژواک خبري آژانس په ښه توگه کار کړی دی، خو ویسا، سروش ملت، ماندگار، اقتدار ملي او په هرات ولایت کې د سحر راډیو تر یوې کچې پوري برابروالی په پام کې نیولای دی.