څه ناڅه هره افغانه له زورزياتی سره مخامخ ده
حسن بری۱۳۸۴ تیر ۸, چهارشنبهدافغانستان دښځواونجونودژونداوټولنيزحالت په هکله ډارونکی اوځورونکی خبرونه، دطالبانودحکومت له نسکوريدوڅخه څه باندی دری نيم کلونه وروسته هم، پايته نه رسيږی. دبشردحقوقودنړيوالې ټولنې ایمنسټی انټرنيشنل )amnesty international( دوروستی راپورله مخی چی دروان کال دغبرگولی د میاشی په نهمه نیټه خپورشو، اوس هم څه ناڅه هره افغانه ښځه، دظالمانه اووحشی ډوله زورزياتی له گواښ سره مخامخ ده.
د ایمنسټی انټرنيشنل د آلمان دفدرالی جمهوريت دڅانگې دافغانستان متخصصه، ويرينا »هارپه« وايی:» په افغانستان کی د ایمنسټی انټرنيشنل څيړنو، په رښتياسره چی تريوې برخې، ډارونکی نتيجې لرلې.«