1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارونکي: ټاکنيز کمېسيونونه دي روڼ عمل وکي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ اردیبهشت ۸, دوشنبه

په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړيو پایلو تر اعلانیدو وروسته، اوس پام د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ته اوښتی دی. دغه کمېسیون نن د دوشنبې په ورځ د څارونکو په حضور کي په علني توگه شکایتونو ته د رسیدگۍ بهير پيلوي.

https://p.dw.com/p/1BpKk
Afghanistan Präsidentschaftswahlen 2014 Beobacherteam
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د باطلو شویو رایو په هکله د شکایتونو د ثبتولو موده یې ۲۴ ساعته نوره هم غځولې ده.

دوو مخکښو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله، د ټاکنیزو شکایاتو له کمېسیون څخه غوښتي دي چې بې طرفه عمل وکړي. دواړو کانديدانو پر دې خبره باندي ټینگار کړی دی چې د خلکو له رایو څخه به دفاع وکړي.

انتخاباتي شکایتونو ته د رسیدگۍ پر وخت ډاکټر عبدالله ویلي دي، چې د شکایاتو کمېسیون باید بې طرفه عمل وکړي: «د هغو شکایتونو په اړه چې زموږ له خوا په مستنده توگه ثبت شوي دي، تر اوسه موږ هیڅ عکس العمل نه دی لیدلی. دا یو ډیر اساسي ټکی دی.»

د ولسمشریزو ټاکنو بل مخکښ نوماند اشرف غني احمدزی هم وایي، چې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون باید له پاکو رایو څخه ناپاکې بیلې کړي او په دې برخه کې باید په بشپړه توگه شفاف اوسي.

ښاغلي احمدزي پر دې خبره باندي ټینگار وکړ چې واقعي نتایج هغه وخت مشخصیږي، چې ټولو انتخاباتي شکایتونو او تقلبونو ته رسیدگي وشي: «شفافیت او استقلال له یو بل سره تړلي دي. یو کمېسیون په اجراتو کې خپلواکه دی خو د افغانستان ستر ملت ته باید حساب او باید وضاحت ورکړي. زموږ د مکررو غوښتنو سره سره د رایو د جلا کولو غوښتني ته رسیدگي نه ده شوې. تر هغه وخته پورې چې ټول پړاونه بشپړه شوي نه وي، سړی کولای نه شي چې د پاکو رايو د استعمال خبره وکړي.»

په عین حال کې د اروپايي ټولنې څارونکي چې د افغانستان د ټاکنو بهیر له نزدې څخه څاري، د یوې اعلامیې په خپرولو سره له کمیسیونونو څخه غوښتي دي چې په روڼه توگه عمل وکړي.

د اروپایي ټولنې د کمېسیون څارونکو د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي دي چې د نتایجو جزئیات پر خپله انترنیټي پاڼې باندې خپاره کړي، تر څو ټول نوماندان او څارونکي بنسټونه جزئیاتو او ارقامو ته لاس رسی ولري او په دې کار سره د ټاکنو روڼوالی تضمین شي.

په عین حال کې د شکایاتو کمېسیون نور ۱۷ ورځې وخت لري چې ټولو شکایتونو ته رسیدگي وکړي او هغه رایې چې د درغليو په نتیجه کې صندوقونو ته اچول شوي دي له پاکو رایو څخه بیلې کړای شي.

د ټاکنیز مهال ویش له مخې د لومړنيو پایلو تر اعلانیدو وروسته، د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون خپل کار پیلوي او ټولو هغو شکایتونو ته چې د ټاکنو په ورځ او تر هغه وروسته ثبت شوي دي، رسیدگي وکړي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ویاند نادر محسني وایي چې شکایتونو ته رسیدگي به په روڼه توگه تر سره شي. هغه ویلي دي چې شکایتونو ته د رسیدگۍ په صورت کې ښایي د نوماندانو د رایو په فیصدۍ کې بدلون راشي: «ممکنه ده چې شکایتونو ته د رسیدگۍ په صورت کې یو شمیر رایې باطلې شي او ممکن هغه رایې چې بې اعتباره شوي دي په اړه یې نوي قوي اسناد وړاندې کړل شي، او بیرته د کاندیدانو پر رایو وراضافه کړل شي.»

محسني دغه راز وویل، که چیرې شکایتونو ته د رسیدگۍ له پاره ډیر وخت ته اړتیا وي، عدالت او روڼوالی تر انتخاباتي مهال ویش نه قرباني کوو. دا په دې معنی چې د دغه کمېسیون د کار د نه بشپړیدو په صورت کې به د ټاکنو وروستۍ پایلې هم وځنډیږی. په پام کې ده چې د ټاکنو وروستۍ پایلې به د ثور میاشتې پر ۲۴مه نیټه اعلان شي.