څارنوالانو د موساک فونسیکا شرکت دفترونه پلټلي دي
۱۳۹۵ فروردین ۲۵, چهارشنبهد پاناما پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې هغوی د موساک فونسیکا شرکت دفترونه د داسې اسنادو موندلو په موخه لټولي دي چې وښيي دغه شرکت د غیر قانوني کارونو له پاره کارول کیده.
پر دغه شرکت باندې له مالیاتو څخه د تیښتې او درغلیو تورونه لګول شوي دي. د «موساک فونسیکا» شرکت د پاناما اسنادو د بربنډونو په مرکز کې ده چې له کبله یې د نړۍ د یو شمیر مشرانو په ګډون پر ډیر شمیر کسانو باندې له مالیاتو څخه د تیښتې تورونه ولګول شول.
د دغې افتضاح په ترڅ کې د روانې میاشتې پر دریمه نیټه له ۱۱،۵ میلیونو څخه ډیر اسناد افشا شول چې په ځینو کې یې راغلي دي چې د نړۍ سرمایه داران او ځواکمن کسان له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه له هیواد څخه بهر شرکتونه جوړوي.
د دغو اسنادو تر بربنډیدو وروسته د ایسلند لومړي وزیر له خپلې دندې استعفأ وکړه او یو شمیر نور مشران چې د بریتانیا لومړی وزیر دیوید کامرون، هم په کې شامل دی، په خپلو هیوادونو کې تر سختو فشارونو لاندې دي.