ځيني افغان مهاجر به په روانه مياشت کي بيرته ستانه کړل سي
۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبهد جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير غواړي چي د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو پروسه چټکه کړي. هغه د دې کار له پاره د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو له وزيرانو څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.
د جرمني خبري آژانس (dpa) د راپور له مخي ديميزير په دې اړه د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو وزيرانو کنفرانس ته يو ليک لېږلی دئ او غوښتي ئې دي چي په روانه مياشت کي د ځينو افغان مهاجرو د بيرته لېږلو له پاره د يوه پرواز په برابرولو کي ورسره مرسته وکړي.
په دغه راپور کي راغلي دي چي ديميزير غواړي هغه مثبت زيگنالونه چي ئې افغانستان ته د سفر پرمهال تر لاسه کړي ژر په عمل کي پلي کړي.
هغه د ايالتونو د کورنيو چارو له وزيرانو غوښتي دي، څو هغه افغان مهاجر چي د بيرته لېږلو پر شرايطو برابر دي نومونه ئې ثبت کړي. هغه ويلي دي چي د ايالتونو دغه کار د خنډونو په ژر ليري کولو کي ډېره مرسته کولای سي.
جرمني غواړي چي د افغان پناه غوښتونکو شمېر لږ کړي، ځکه نو غواړي چي ډېر افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه سي. د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په همد دليل څو ورځي دمخه افغانستان ته سفر وکړ.
د جرمني د کډوالو چارو ادارو تېر مېلادي کال نژدې ۱۵۰ زره افغان پناه غوښتونکي ثبت کړي دي چي دا تر هغه د تېر کال په پرتله خورا زيات ول. په ۲۰۱۴م کال کي يوازي ۹۷۰۰ افغانانو په جرمني کي د پناه غوښتنه کړې وه.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي تيره اونۍ له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل چي د افغانستان او جرمني ترمنځ يوازي د پخپله خوښه راستنېدونکو افغان مهاجرو په اړه تفاهم سته او د «په زوره ايستلو» په اړه کومه موافقه نه ده سوې.