1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځوان ژورنالسټان باید پرريسرج ولاړ ژورناليزم ته مخ کي

۱۳۸۹ شهریور ۵, جمعه

پر ريسرج باندي ولاړ ژورناليزم يو د ډيرو مهمو، او په عين حال کښي سختو ژورنالسټيکي وظيفو څخه دی . هغه ډير قوت ، وخت او په عين وخت کښي جرأت غواړي

https://p.dw.com/p/OxWY
انځور: AP

تر څو د مثال په ډول په يوه دولت کښي د اختلاس، رشوت او يا اقتصادي تقلب قضيې راپيدا سي . ځکه نو د هغو ژورنالسټانوتعداد چه ريسرج کوي ، ډير کم دی .

ددغي موضوع په باب د جرمني دپوټسدام په ښارکښي يو وُرکشاپ جوړ سوی ؤ ، چي د 90ژورنالسټانو څخه 33تنه ورته انتخاب سوي وه ،او نن پای ته رسیږي . ددغه وُرکشاپ د لاري بايد ځوان ژورنالسټان په نظری او عملی ډګر کي نور هم تکړه سی .

د شپيګل يا هنداري د مجلې مسؤل يورګ شميت په جرمني کښي ددغه ډول ژورنالسټانو تعداد تقريبأ 100 تنه بولي . او څنګه چه د شپيګل مجله يو مليون شمارې چاپوي ، او په پوره اندازه مشتريان هم لري ، نو کولای سي چه دغه ډول څيړني او ريسرج تمويل هم کي .

Symbol Medien Freiheit
انځور: BilderBox

يورګ شميت اودده دوو نورو همکارانو په دوو کلو کښي وکولای سول ، چه د زيمينس د شرکت د رشوت ورکولو د سيسټم څخه ريسرج او څيړنه وکي .

او کله چه په دغه هکله په شپيګل کښي مضمون خپور سو ، د جرمني لويه څارنوالي په داخل او خارج کښي فعاله سوه ، او د زمينس ډيرو منيجرانو خپل کارونه د لاسه ورکړل .

ددغه ډول ريسرج اساس د شپيګل د مجلې آرشيف ؤ . يوازي په دغه آرشيف کښي 80 ژورنالسټان کار کوي . د بلګراد څخه د 24 کلني ژورنالسټي يې لېنا يورګا سِويچ دپاره بيا دغه تعداد نه ډيريږي .

د ورېمه Vreme په نامه اونيزي مجلې په آرشيف کښي چه دا کار کوي ، فقط يو نفر کار کوي ، او د ريسرج د تمويلولو دپاره پيسې هم نه لري .

په غير د هغه د يوه ژورنالسټ په حيث سړی کولای سي ، د اختلاس او رشوت په باب ريسرج وکي ، او هغه نشر کي . داوايي ،

« اختلاس او رشوت داسي يو شی ندی، چه هغه يوازي صربانو ته متوجه کيږي . که سړی د هغه په باب مضامين وکاږي ، نو دښمانان پيدا کوي . او شايد اختلاس او رشوت په پخوانيو شرقي دولتو کښي تر نورو ډير هم وي . موږ په اوس وخت کښي ډير اختلاس او اداري فساد لرو ، او د ژورنالسټانو په حيث چي د هغه په باب ليکني کوي ، ډير دښمانان هم لري . »

Veranstaltung zu Medien und Umwelt in Marokko
انځور: DW

په داسي حال کښي چي صربستان د (بې سرحده ژورنالسټانو د سازمان)د مطبوعاتو د آزادۍ د لست په 62 ځای کښي قرار لري ، سپينه روسيه بيا په دغه لست کښي 151 ځای لري . د سپيني روسيې پر جمهورريس الکساندر لوکاشينکو باندي تور لګول کيږي ، چه دی د ژورنالسټانو په مقابل کي د سانسور ، زور او تشدد څخه کار اخلي .

په سپينه روسيه کښي پر دغه حالت سربيره 20 کلنه محصله يوليا شيندروويچ غواړي ، چي وروسته ريسرجي ژورنالسټه سي . دا وايي ،

« زه ددې انتظار نه کوم ، چي دا به آسانه وي ، او حتی که حکومت تغير هم وخوري . زموږ خلګو په دې منځ کښي عادت کړی دی ، چه خبري ونه کي . دوی تر ټولو دمخه ددې څخه بيره لري ، چه نومونه يې په مطبوعاتو کښي نشر نسي . »

پر دغو ټولو مشکلاتو سربيره د شپيګل د مجلې مسؤل يورګ شميت په شرقي او جنوبي آسيا کښي ځوان ژورنالسټان دې ته تشويقوي ، چي دداسي ژورناليزم دپاره تصميم ونيسي ، چي پر ريسرج او څيړنه باندي ولاړ وي .

کوپرانيس/ محمد قاسم نوري

کتونکی : ولي اڅکزی