1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځوانې مېندې، خپلمنځي کومک

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

د «جبار خان» په وژل کېدلو سره څوارلس کلنه «هیلۍ» کونډه شوه او بېرته د پلار په کور ور ولوېده. دا کیسه د هیلۍ همزولې «مریم» خپلو همزولو ته راوړه.

https://p.dw.com/p/11fOH
انځور: AP

مریمې ښوونځي کې زده کړې کولې، چې پلار یې «راجمیر» هیلۍ د شپږ لکو روپیو په ولور کې، جبار ته ور واده کړه. د جبار لومړنۍ مېرمن «پروین» نومېده، هغه ښوونکې هم وه، خو اولاد یې نه کېده. او جبار اولاد ته ایښې وه. هغه په ځانګړې ادا سره ښځې ته تانې ورکولې:
«بس دا دی کنه ډاکټران مې درباندې ستړي کړل؛ خو د اولاد څښتنه نه شوې. زه ډارېږم چې د پلار مېنه مې سپېره نه شي!»

پروین نه ګڼله چې جبار به په دې تېر عمر بل واده وکړي؛ خو جبار چې د دیارلس کلنې هیلۍ دسمال د هغې مخې ته کېښود؛ نو بیا پروین هم هیلۍ ته په زړه کې واچول. ماشومې هیلۍ غوښتل مریمې سره ښوونځي ته ولاړه شي. خو پلار یې د بېوسۍ په پلمه له ښوونځي را وګرځوله. «راجمیر» چې د کلي د خان پور په ګونډو کړی و، ځان سره کړل:
«زه وایم دغې هیلۍ ته باید یو ځای پیدا کړم. هم به راته پنځه روپۍ شي، هم به یې مړۍ له ما چپه وي...»

دا وخت و چې جبارخان یې د کور وروټکاوه. د راجمیر سترګې د ولور پیسو ونیولې او د مور او لور په چغا او واویلا کې یې، ماشومه هیلۍ جبارخان ته په ډولۍ کې کښېنوله. پروین چېرې جبار او هیلۍ آرام کولو ته پرېښوول. د هغې چې په جبار زور نه رسېد؛ نو زړه یې په هیلۍ ورتشاوه.

د خدای کړه و او د بنده ورته کاته! هیلۍ په کم عمر کې له جبارخان څخه اولاد واخست. ماشوم په روغتون کې دنیا ته سترګې وغړولې، خو چې د روغتون چوپړې په پلار زېری وکړ چې ماشوم نجلۍ ده! نو د جبارخان له خولې راووتل:
«تف لعنت دې په تالوشه جباره...خدای اولاد نه راکاوه، چې را یې کړ، هغه هم لور شوه...»

جبارخان د لیوه پوستکی واغوست او له اولنۍ ښځې یعني پروین باندې د مودو مودو له ظلم سره په خامې هیلۍ هم ظلم را واخست. د ماشومې «غوټۍ» به شپه او ورځ چیغا وه او جبار به پر هیلۍ ور چیغه کړه:
«بیا چېرې ورکه یې، راشه سپۍ دې کوړنجېږي!»

پروین چې د مېړه له خوا پر ماشومه هیلۍ دومره ظلم ولید، نو له هیلۍ سره یې خپل چلند بدل کړ. هغې له هیلۍ سره مرسته کوله، چې ماشومه غوټۍ ښه وروزي. جبار چرسو ته مخه کړې وه. دی و او جوارګر یاران یې. او په دومره مېلمستیاوو پسې بیا پروین او هیلۍ نه شوای رسېدلای. یوه ورځ چې پروین او هیلۍ خپل ګډ مېړه له چرسي انډیوالان سره په جواګرۍ ولیده، نو جبارخان په دې پلمه چې ما پسې شیطانۍ کوﺉ!! دواړه په تهکاوۍ کې قلف کړې. د دواړو تورسرو چغا او د ماشومې غوټۍ ژړاو جبار لا لیونی کاوه. بس وهل و، دربول و او کوټه قلفي کې د ښځو اچول. دې حالت له کوره سور دوزخ جوړ کړ.

جبار پروین له کوره وشړله او په هیلۍ یې همدلته ظلمونه کول. په جوارګرۍ کې د هغه نغدې پیسې خلاصې شوې. ځمکې یې هم لاړې او پای کې، یوه شپه چې له کوره بهر د نورو جوارګرو له خوا په ور اوښتي پور، له هغوی سره کانه وانه شوه. په سبا یې جبارخان په چړو سوری سوری، دباندې پروت و. مریمې د خپل ورور په مرسته هیلۍ له کوټه قلفۍ را خلاصه کړه. د جبار ورور، ښوونکي «سلیم» راجمیر ته اجازه ورکړه، چې هیلۍ ځان سره خپل کورته بوځي. له دې سره هیلۍ د مرېمې په مرسته د لویو ښځو د زده کړې وړیا پروګرام کې شامله شوه. ښه و ډېر ژر یې لیکل او لوستل زده شول. غوټۍ اوس په وړکتون کې روزل کېده. راجمیر هم له دې وروسته له لور سره ښه چلند کاوه. اوس ددغې کورنۍ ژوند ورو ورو له سره غوړېده.

په دې کې هیلۍ، یوه ورځ، زړه نا زړه پروین ته لیک واستاوه. پروین دا مهال، ښار کې د لویو نجونو او ښځو لپاره یو ښوونځي پرانستی. هیلۍ چې کلیوالو نجونو ته دا کیسه تېره کړه. یوې کلیوالۍ نجلۍ چې لا یې ښوونځی نه و لیدلای؛ له هغې وپوښتل چې د پروین له خوا ځواب څه و؟ مریمې وخندل او ویې ویل:
« پروین هغه ورځې له هیلۍ سره په تیلفون وغږېده. هیلۍ او پروین ومنله چې کلي کې به د ښځو د حقونو لپاره کار کوي.»

کلیوالې لوی عمرې نجونې او ښځې چې لا یې ښوونځی نه و لیدلای؛ دې ته سترګې په لاره شوې، چې پروین ژر کلي ته راستنه شي او له هیلۍ سره په خپله ګډه وعده عمل وکړي.

ليکونکی: انور وفا
کتونکی: نسيم صابر