ځایی اتل په انځورونو کې
باز محمد مبارز د افغانستان ځوان ورزشکار دی چې تر اوسه پورې یې د خپل هیواد له پاره ډیر ویاړ راوړی دی. هغه په آزاده مبارزه کې د «سوپر فایتر» لقب ګټلی دی. باز محمد مبارز د خپل هیوادوالو د یووالي او خوښي له پاره مبارزه کوي.
باز محمد په وروستیو وختونو کې په تایلند کې خپل آلماني حریف ته ماتې ورکړه.
باز محمد تر دې مخکې پهلوان وو خو بیا یې وروسته د آزادې مبارزې ورزش ته مخه کړه.
په لومړي سر کې په افغانستان کې د آزادې مبارزې د تمریناتو له پاره په افغانستان کې کافي امکانات نه وو.
مبارز په افغانستان کې د دغې رشتې بنسټ ایښی دی.
هغه په سختو شرایطو کې په انترنت کې د موجودو ویدیوګانو په مرسته له خپل ورور سره تمرینونه کول.
د مبارز د هڅو په پایله کې دغه ورزشي رشته د افغانستان د رزمې ورشونو په فدراسیون کې ثبته شوه.
اوس یوازې په کابل کې د دغې رشتې ۵۰ کلپونه فعالیت کوي.
مبارز په ۲۰۱۰ کال کې د آزادې مبارزې اماتورې سیالۍ پیل کړې او په پرله پسې توګه یې د سرو زرو څلور مډالونه ترلاسه کړل. هغه په ۲۰۱۲ کال دغه سیالۍ په حرفه ای توګه پیل کړل.
مبارز تر اوسه پورې اته حرفه ای سیالۍ کړي دي چې په ډلې څخه یې پنځه ګټلې دي او درې یې بایللې دي.
هغه اوس د افغانستان د آزادې مبارزې د فدراسیون مشر دی.
مبارز په افغانستان کې ډیر محبوبیت لري او خلک یې د یوه اتل په توګه پیژني.
یو شمیر افغان سندرغاړو د مبارز له پاره سندرې هم ویلي دي.