1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه ځوان چې د اداري فساد پر ضد خپل غږ پورته کړ

رضا شیر محمدي۱۳۹۴ شهریور ۳, سه‌شنبه

اداري فساد په وروستیو کلونو کې د افغانستان په دولتي ادارو کې ریښي ځغلولي دي. افغانستان اوس هم د نړۍ په تر ټولو مفسدو هیوادونو کې شمیرل کیږي. طارق اقتداري د همدې ستونزې د له منځه وړلو له پاره کار کوي.

https://p.dw.com/p/1GLDD
Local Heroes Artikelbild Tariq Eqtedari | Paschtu PNG
انځور: DW

یو شمیر افغان ځوانان له سپینو کمیسونو سره د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د اوږدې ځغاستې سیالي کوي. د دې سیالۍ ټول ګډونوال اتلان دي ځکه هغوی د اداري فساد د له منځه وړلو له پاره دغه کار ترسره کوي. خو ځغاسته څرنګه اداري فساد له منځه وړلی شي؟

طارق اقتداري ۳۱ کلن ځوان دی چې په شمالي ولایت مزارشریف کې زیږدلی خو له کلونو راهیسې په پلازمینه کابل کې اوسیږي. هغه د ځغاستې د دغو لوبو په لاره اچوونکی وو. هغه وایي چې دغه سیالۍ یې له ادارې فساد سره د مبارزې تر شعار لاندې د دې له پاره چې افغان ځوانان مدنې مبارزې ته وهڅوي په لاره واچوي. د سیالۍ د ټولو ګډونوالو پر کمیسونو باندې له اداري فساد سره د مبارزې سمبولونه کاږل شوي ول.

طارق وایي چې اداري فساد په افغانستان کې د بې وزلي، بدبختي، نه پرمختګ او نه پوهاوي له اصلي لاملونو څخه یو دی. هغه وایي چې له همدې کبله باید د خلکو د پوهاوي له پاره پراخه برنامې په لاره واچول شي: «د خلکو د پوهاوي او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ځوانانو د ونډې د په ګوته کولو له پاره ما او هغه تیم چې ما جوړ کړی وو، وتوانیدو چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۳ کلونو کې په کابل او پنځو نورو ولایتونو کې د فساد پر ضد د ځغاستې سیالۍ په لاره واچوو.»

که څه هم طارق غوښتل چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ځغاستې دغه سیالي په لاره واچوي خو هغه زیاتوي چې د یو شمیر اداراو له خوا د خنډونو د رامنځته کیدو له کبله هغه په دې کار و نه توانید.

د ړونتیا نړیوال سازمان په حواله افغانانو یوازې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴مو کلونو کې له دوو میلیاردو څخه ډیر رشوت ورکړی دی. که څه هم افغان ولسمشر اشرف غني، ژمنه کړې وه چې له اداري فساد سره به کلکه مبارزه وکړي خو اوس هم د دې هیواد په اداراتو کې په پراخه کچه اداري فساد موجود دی. نړیوالو مرسته کوونکو په وار وار کابل ته ګواښ کړی دی چې که د اداري فساد پر ضد جدي ګامونه پورته نه شي نو له افغانستان سره به خپلې مرستې محدودې کړي.

اقتداري وایي چې هغه او تیم یې په ډیرو سختو شرایطو د اداري فساد د مافیا پر ضد خپل غږ پورته کړی دی خو هغه وایي چې د وخت په تیریدو سره د اداري فساد پر کمپاین کې د رضا کاره ګډونوالو شمیر ډیر شو او د هغوی دغه خوځښت پراخه بڼه خپله کړه.

آذر شیوا ضیا، د کابل اوسیدونکی دی او د اقتداري له فعالیتونو سره اشنا دی. هغه وایي چې طارق آن د ښوونځي له ورځو ټولنیز فعالیتونه کول. دغه ځوان روښانوي چې د طارق فعالیتونو په ټولنه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې فرهنګ لا پیاوړی کړی دی: «د ځغاستې له دغو سیالیو سره، ورو ورو په ټولنه کې د اداري فساد پر د مبارزي فرهنګ وده وګړه. له فساد سره د مبارزې موضوع باید په وار وار خلکو ته وویل شي. له دې کار سره موږ کولی شو ټولنه د بدلون لوري ته یوسو.»

په رهبري کې ځوانانو ونډه

طارق اقتداري خپل ټولنیز فعالیتونه په جدي توګه له اتو کلونو راهیسې پیل کړي دي او اوس په ټولنه کې په یوه داسې ځوان رهبر باندې بدل شوی چې خلک ورباندې باور لري. هغه او یو شمیر ملګرو یې په ۲۰۰۶ کال کې د ځوانان پارلمان جوړ کړ: «له بیلابیلو لارو غواړو لومړی خلکو ته پوهاوي ورسوو، د عدالت غوښتنه وکړو او د لابي په توګه کار وکړو تر څو د ځوانان چې وړتیایي له تیر نسل پورته ده، په ملي پریکړو کې ښکیل شي.»

هغه پر افغان حکومت باندې نیوکه کوي چې په تیرې یوې نیمې لسیزه کې یې د ځوانانو ځواکمنولو ته پام نه دی کړی چې له کبله یې اوس هم ځوانان په ملي پریکړو کې ښکیل نه دي.

اقتداري او په کابل پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو او سیاسي اقتصاد په برخه کې د ماستري په زده کړو بوخت دی. هغه په وروستیو کلونو کې د یوه افغان ځوان په توګه ډیر نړیوال سفرونه کړي دي او په بیلا بیلو هیوادونو کې یې د افغان ځوانوانو په استازيتوب خبرې کړي دي.

Afghanistan Tareq Eqtedari
انځور: DW/T. Eqtedari

د غوره ځوان برنامه

اوس مهال طارق او کاري تیم یې د «د غوره ځوان جایزې» تر عنوان لاندې برنامې باندې کار کوي. هغوی غواړي له دې لارې داسې سیالي په لاره واچوي چې په افغانستان غوره ځوانان په ګوته شي.

دغ برنامه به په دوامداره توګه په لاره واچول شي چې په ترڅ کې به یې افغانان ځوانان په بیلابیلو رشتو کې سره سیالي وکړي: «زه او زما ملګري عنایت مدرس د غوره ځوان جایزې پر برنامې باندې کار کوو. موږ د رضا کارانو یو تیم هم همغږی کړی دی چې له موږ سره همکاري وکړی. دا به یوه ملي، بنسټیزه او دوامداره برنامه وي.»

طارق وایي چې افغان ځوانان له هر ولایت څخه په دې برنامه کې ګډون کولی شي چې په پای کې به یې درو تنو غوره ځوانانو ته جایزه هم ورکړل شي. د هغه په خبره په دې برنامه کې به په درو برخو کې ځوانانو ته جایزې ورکړل چې په کې د ځوان غوره دانشمند، ځوان غوره ورزشکار او ځوانه غوره نجلۍ شامل دي.

Afghanistan Tareq Eqtedari
انځور: DW/T. Eqtedari

وړیا انلاین کتابتون

طارق او ملګري یې غواړو د نورو فعالیتونو تر څنګ د افغان ځوانانو له پاره یو وړیا کتابتون جوړ کړي. هغه وایي چې تر اوسه پورې ډیر کتابونه راټول کړي دي او دغه کتابتون به ډیر ژر برانیستل شي: «په دې انلان کتابتون کې به په بیلابیلو برخو کې تر ۱۰۰ زره عنوان ډیر کتابونه موجود وي. دغه کتابونه به په وړیا، اسانه او تیز سرعت د افغانانو په اختیار کې وي.»

طارق تر اوسه پورې د خپلو مدني فعالیتونو له کبله څو معتبره جایزې ترلاسه کړی. خو د هغه ځینې ملګری او پخپله طارق وایي چې په افغانستان کې ځوانان ډیر وخت نه ستایل کیږي.

طارق اقتداري همدازار غواړي د «نوبل تاک» په نوم یوه برنامه په لاره واچوي. هغه غواړي د دې برنامه له لارې د افغان ځوانانو خبرې ټولو ته ورسوی. هغه غواړي د خپلو برنامه له لارې د افغانستان بل انځور پخپله افغانانو او نړیوالو ته ورسوي.