ځایي اتل: هغه ځوان چې د اداري فساد پر ضد خپل غږ بورته کړ
افغان ځوان طارق اقتداری او ملګرو یې د مدني خوځښتونو له لارې د اداري فساد پر ضد خپل غږ پورته کړی دی. هغه همداراز غواړي د خپلو فعالیتونو له لارې ځوانان د افغانستان په ملی چارو کې ښکیل کړي او د هغوی غږ نورو ته ورسوي.
طارق اقتداري د ۱۹۸ هیوادونو تر منځ په ایرلند کې د افغانستان بیرغ پورته کړ.
اقتداري په ډیر شمیر برنامو کې د افغانستان د ځوانانو په استازیتوب ګډون کړی دی.
اقتداري له ۱۹۸ هیوادونو څخه د ۱۴۰۰ کډونوالو پر وړاندې په دبلین کې د افغان ځوانانو په اړه وینا وکړه.
طارق اقتداري د ځوانو رهبرانو په غونډه کې چې ۱۴۰۰ ګډونوال یې لرل ګډون وکړ او هلته یې خبرې وکړي.
طارق په ځوانو رهبرانو د ناستې په څنډه کې د ایرلند هیواد له پخواني ولسمشرې سره خبرې وکړې.
اقتداري په افغانستان :ې د ځوانانو د شبکې بنسټ ایښی دی.
طارق د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د اداري فساد پر ضد د ځغاستې سیالۍ په لاره واچولې. په دغو سیالیو کې ۳۰۰۰ ځوانانو ګډون کړی وو.
طارق په نوروز کې یوه هنری او فرهنګي جشنواره هم په لاره اچولې ده. دغه جشنواره په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې په لاره اچول شوی دی.
طارق اقتداري تر اوسه پورې په کابل کې مدني خوځښتونه به لاره اچولې دي.
طارق اوس د غوره ځوان جایزې برنامه په لاره اچولې ده.
په دې برنامه کې به په بیلابیلو برخو کې ځوانانو ته جایزې ورکول کیږي.
د «نوبل تاک» برنامه د طارق او د هغه د ملګرو راتلونکې برنامه ده. هغه همداراز غواړی چې یوه انلاین وړیا کتابتون هم برانیزي.