ځايي اتلان: ژوند ټولنه
ژوند ټولنه هغو ماشومانو ته وینه برابروي چې په تلسیمیا ناروغي اخته وي او په دوامداره توګه وینې ته اړتیا ولري. اکرام الله اکرام له خپلو یو شمیر ملګرو سره یوځای یو کال مخکې دغه ټولنه حوړه کړې.
د وینې په تمه
په تلسمیا اخته ناروغان په دوامداره توګه وینې ته اړتیا لري. د هغوی د عمر له ډیریدو سره وینې ته د هغوی اړتیا هم ډیریږي.
له ناآشنا کسانو د مرستې ترلاسه کول
مرسته بنسټ هغو کسانو ته چې وینې ته اړتیا لري د هغو رضا کارانو شمیره ورکوي چې غواړي وینه ډالئ کړي.
دوامداره درد
په تلسیمیا د اخته ناروغان کورنۍ ډیر وخت له دې کبله چې په دوامداره توګه وینې ته اړتیا لري له اقتصادي ستونزو سره مخامیږي.
ژوند ټولنه
ژوند ټولنه اوس د تلسیمیا ۲۵۰ ناروغان ثبت کړي دي او د اړتیا په صورت کې ورته وینه ورکوي.
له کورنیو سره مرسته
ژوند ټولنه همداراز له هغو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي چې اقتصاد یې ښه نه دی.
د ځوانانو یوه هڅه
ژوند ټولنې تر هغه وروسته کار پیل کړ چې په تلسیمیا یوې اخته نجلې خپل ژوند د وینې د نه رسیدو له کبله له لاسه ورکړ. اکرام الله اکرام او یو شمیر نورو ملګرو یې بیا د دې ټولنې بنسټ کیښود.
انځورونه
1 | 6انځورونه