ځانمرگي بريد په کابل کې لس کسان ووژل
۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال ایوب سالنګي، په خپله تویتر ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: «په پیښه کې ۲۰ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي د عامه نظم پولیسو قوماندانۍ مخې ته د خلکو په منځ کې ځان الوزولی دی.
تر دې مخکې ویل شوي ول چې چاودنه د کابل د ژوبڼ په مخ کې شوې ده. د کابل ژوبن د عامه نظم پولیسو قوماندانۍ مخې ته پروت دی.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي، ویلي دي چې په پیښه کې ډېر ټپیان شوي کسان نارینه دي: «د کابل روغتونونو ته تر اوسه پوري ډېر راوړل شوي کسان نارینه دي.»
دا برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، د کډوالو موضوع پر سر د بحث په موخه افغانستان ته رسیدلی دی.
د بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه اخيستی نه دئ. خو د اکثرو دغه شان بريدونو پړه په افغانستان کي وسله وال طالبان يا د حقاني شبکه پر غاړه اخلي.