ځانمرګي برید په کابل کې دوه تنه ووژل
۱۳۹۲ مهر ۲۶, جمعهدغه پېښه په داسې سیمې کې رامنځ ته شوې ده چې په هغې کې په افغانستان کې میشت ډیر شمیر بهرنیان ژوند کوي.
تر چاودنې وروسته په سیمه کې د سپکو وسلو ډزې هم اوریدل شوې دي. تر پېښې لږ وروسته د چټک غبرگون سرتیري هم سیمې ته ورسیدل. چاودنه د کال ښار په ختیځې برخې کې هوايي ډگر ته نزدې رامنځ ته شوې ده. په دې سیمه کې چې د Green Village په نوم یادیږي، په افغانستان کې میشت ډیر شمیر بهرنیان ژوند کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل: «لومړنۍ څیړنې ښيي چې پېښه د یوه ځانمرگي برید په پایله کې رامنځ ته شوې ده.» دغه افغان چارواکي همداراز په چاودنه کې د یوې ښځې په گډون، د دوو تنو ملکي وگړو وژل کیدل تایید کړي دي. هغه زیاته کړه: «په چاودیدونکو مواد بار یو وړوکی موټر له دوو موټرو سره وجنگید. دغه دوه موټر له نوموړي ځای څخه د وتلو په حال کې ول.»
طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته. د دغه ډلې ویاندې له یوه نامعلومه ځایه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «زموږ مجاهدینو له گرین ویلیج څخه د بهرنیو وگړو پر یوه کاروان باندې برید وکړ. له دغه سیمی امریکایان استفاده کوي.»
په وروستیو میاشتو کې په کابل کې د تاوتریخوالي کچه یو څه راکښته شوې ده. د روان کال په لومړیو میاشتو کې پر کابل او د افغانستان پر نورو سیمو باندې بریدونه وشول چې له کبله یې ډیره مرگ ژوبله رامنځ ته شوه.
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو ته څه نا څه یو کال پاتې دی، افغان حکومت له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې تر فشار لاندې دی. اوس مهال افغان حکومت او نړیواله ټولنه غواړي له یاغیانو سره سوله وکړي ترڅو په افغانستان کې د جگړې مخه ونیوله شي.
تر دې مخکې طالبانو په قطر کې یو دفتر پرانیسی وو تر څو له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پرمخ یوسي، خو دغه دفتر د ولسمشر کرزي تر سختو نیوکو وروسته وتړل شو.