پېتريس:د افغانستان د لانجې د حل له پاره په سيمه ايزه ستراتيژي پلان کي باید ايران هم ورګډ سي
۱۳۸۷ دی ۲۰, جمعهدغه خبره نوموړي د پنج شنبې په ورځ وکړه. د سولې د انستيتوت لخوا په يوه رابلل سوې غونډه کي نوموړي زياته کړه چي په افغانستان کي د رواني لانجې د حل له پاره «يوې سيمه ايزي کړنلاري ته اړتيا ده چي په هغې کي پاکستان، هند، د مرکزي آسيا هيوادونه او حتی چين او روسيه هم گډون کوي چي کيدای سي ايران هم په کښي ورگډ سي.» خو ده زياته کړه چي په دې برخه کي ستر مخالفتونه هم موجود دي.
دغه څرگندونې جنرال پېتريس چي په افغانستان او عراق کي د امريکايانو لخوا تر سره کيدونکي نظامي عمليات ور په غاړه دي وکړي او زياته يې کړه:« زه خوشاله يم چي د سيمه ايزي همکارۍ تگلاره ډيپلوماټانو او سياستوالو ته پرېږدم.» د امريکا د متحده آيالتو له پاره د نوموړي د څرگندونو له مخي دوه هيوادونه« په ډيرو اړخونو کي يوگډ مشکل تشکيلوي. په افغانستان کي پرختگ نه سي کيدای بې له دې چي پاکستان ته هم يوه ستراتيژي جوړه او مرسته ورسره وشي.»
خو دغه پرمختگ به د پېتريس، په اند له ډيرو ستونزو سره مل وي.پيتريس زياته کړه: «د افغانستان موضوع ډيره سخته ده، هر اړخ ډېر پېچلی دی او په 2009 او راتلونکو کالونو کي به وضع همداسي پاته شي.»
د طالبانو د رژيم پاته شونو او وسلوالو جنگياليو د اولسمشر حامد کرزي د حکومت په وړاندي چي د امريکايانو لخوايې ملاتړ کيږي، وسله واله جگړه پيل کړې ده. په هيواد کي تقريباً 70000 نړيوال ځواکونه ځای پر ځای سوي دي چي د افغاني امنيتي ځواکونو سره يو ځای د طالبانو په وړاندي جنگ کوي.
پيتريس په دې ټينگار وکړ چي ايران د افغانستان د وضعي په اړه اندېښني لري او زياته يې کړه:« هغوی هرومرو نه غواړي چي افغانستان د طالبانو په څېر د بنسټ پالو توندلارو سنيانو په لاس کي وويني او همداراز نه غواړي چي د مخدره موادو ستونزه دي لا پسي زياته سي.» افغانستان په نړۍ کي په سلو کي 90 اپين توليدوي چي يوه لويه برخه يې په هلمند کي کرل کيږي. دغه ولايت د شخړي يو اصلي مرکز بلل کيږي. دغه مخدره مواد د گاونډيو هيوادونو د لاري صادريږي چي ايران هم په کښي راځي.
د امريکا متحده ايالتونه چي 30 کاله د مخه يې له ايران سره ډيپلوماتيکي اړيکي خرابي سوي دي، پر تهران باندي تور لگوي چي غواړي د نظامي اهدافو له پاره يوه اټومي تگلاره جوړه کړي. خو ايرانيان دغه تورونه ردوي. د امريکا نوي ټاکل سوي اولسمشر باراک اوباما، ويلي دي چي غواړي له ايران سره يوه«قاطع او مستقيمه ډيپلوماسي» رامنځته کړي.
د ايران په حکومت کي ځيني عناصر د پيتريس په نظر« هڅه کوي چي د نړيوالي ټلوالي او افغان ځواکونو له پاره ژوند ستونزمن او ترينگلی کړي» چي په دې ترڅ کي يې د ايراني وسلو يادونه هم وکړه چي په جنگ کي استعماليږي. جنرال پيتريس همداراز د افغانستان او پاکستان تر منځ د يوې هر اړخيزي ستراتيژۍ پر جوړولو باندې ټينگار وکړ.