پکتیا: د یو ښوونځې لپاره دوه ودانې جوړې شوي
۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبهد دې ودانيو د پرانيستې په مراسمو کې د یاد ولايت د پوهنې مسؤلينو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ښوونځې زده کوونکو برخه اخيستي وه. د پکتيا د ښوونۍ او روزنۍ رئيس محراب الدين شفق وويل:
« دغه دواړه ودانې د اريوب ليسې لپاره په يوه پوړ کې جوړې شوي چې دواړه يې ۱۶ درسي او ٨ اداري خونې لري چې ساختماني چارې يې د يو نیم کال په موده کې بشپړې شوي دي.»
نوموړى زیاته کړه چې د دې ودانيو د جوړونې ټوليز لګښت څه د باندې ۱۰ ميليونه افغانۍ کيږي چې د پوهنې وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکړل شوي ده.
د پکتيا د پوهنې رئيس محراب الدين شفق دغه راز زیاته کړه چې دا مهال پدې ولايت کې ٣٠٠ ښوونځي فعاليت لري چې د هغوې له ډلې څخه یې د ٦۰ سلنو لپاره ودانۍ جوړې شوي او د پاتې ۴۰ فیصدو ښوونځیو زده کوونکي لا هم باد، باران او ټکنده لمر ته درسونه وايي.
نوموړى وايي چې داسې هڅې يې پيل کړي دي چې له مخې به يې د نړيوالو مرستندويه مؤسيسو پام دغه ولايت ته را وګرځوې چې د پوهنې په ډکر کې ورسره د سرپناه تر څنګ په نورو برخو کې هم مرستې وکړي.
د اريوب ليسې زده کوونکي هم خوښ دي چې ښوونځي ته يې نوي وداني جوړي شوي دوى وايي چې پخوا به يې په سختو ستونزو شرایطو کې درسونه ويل او د باد او باران په وخت کې به زده کړې هم ترې نيمګړي پاتې کيدلې.
دا پداسې حال کې ده چي څو ورځې وړاندې هم د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې د ٦ ښوونځيو لپاره نوي ودانې جوړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکې/ شمس الرحمان ناصر