1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پښتو د آريايي ژبو ډيره زړه غړې ده

استاد حبيب الله رفيع۱۳۹۰ فروردین ۲۱, یکشنبه

“پښتو” د آريايي ژبو د كورنۍ ډېره زړه، لرغونې او تاريخي غړې ده چې د آريايي ژبو د هندي او آرياني گروپ په منځ كې اوسدله او د دې دوو ډلو آريايي ژبو تر منځ يې د اتصال د كړۍ دنده ترسره كړې ده.

https://p.dw.com/p/RGqK
انځور: Farahmand

پښتو ژبه له دې دواړو ډلو ژبو سره مشتركات لري او له دواړو خواوو سره د ژبنۍ راكړې وركړې اغېز په كې مومو. د بېلګې په توګه د پښتو ژبې په خاصو غږونو كې : “ټ،ډ، ړ، ڼ” چې ژبپوهان يې د مغزي غږونو په نامه يادوي د آرياني ژبو له هندي گروپ سره شريك او د : “ځ،څ،ږ،ښ” غږونه يې بيا له آرياني مركزي ژبو سره شريك دي.

د پښتو ژبې د لرغونتوب او جوړښت په باب ختيز پوهانو او كورنيو پوهانو ژورې علمي څېړنې كړي، په دې كې داسې كسان هم شته چې پښتو د ژبو مور بولي او له ډېرو پخوانيو ژبو څخه يې ګڼي، ځينې پوهان د آريك وركه ژبه ورته وايي، د ځينو پوهانو له نظره پښتو له اوستا سره د يوې كورنۍ ژبه ده، ځينې پوهان تخاري ژبه چې د كوشاني دورې ډبرليكونه يې په لاس كې دي د اوسنۍ پښتو لرغونى شكل بولي او ځينې بيا همدا تخاري د پښتو او پاميري ژبو له منځنيو اسلافو څخه ګڼي.

موږ د خپل بحث لپاره اړ يو وڅېړو چې پښتو د ويلو په ژبه سربېره د “ليك” ژبه كله شوه او لومړنۍ ليكنې يې په كوم ليكدود وې؟ د ځينو ليكونكو گروهه دا ده چې پښتو پښتونخوا ته د اسلام د مقدس دين تر راتګ وړاندې يوازې د ويلو ژبه وه او ليك يې نه درلود. خو له بلې خوا، نه انكاركيدونكي اسناد په واك كې دي چې څرګندوي پښتو زموږ هيواد ته د اسلام د سپېڅلي دين تر راتلو ډېره وړاندې ليكل شوې او د ليك په غېږه كې زېرمه شوې ده، د دې خبرې د سپيناوي لپاره چې پښتو تر اسلام وړاندې هم د ليك ژبه وه دا لاندې مطالب وړاندې كوو.

تر ميلاد دوه پېړۍ د مخه د باختر يوناني سلطنت په دوو برخو ووېشل شو چې له هغو څخه “مناندر” يوناني سالار د هند ډېرې سيمې ونيولې او دى د هند په تاريخ كې د “مالنده” پاچا وبلل شو او بودايي دين يې هم ومانه، له نامتو بودايي فيلسوف “ناكسينه” سره د ده مركه د“ مالنده پڼهو” په نامه يادېږي او دغه كتاب په اصل كې په پخوانۍ پښتو ليكل شوى ؤ چې پښتو نسخه يې په لاس كې نشته خو په “پالي” ژبه كې يې ژباړه په “سيلون” ، “برما” او “سيام” كې وه او يوه زړه پالي نسخه يې چې په څلورمه ميلادي پړۍ كې كښله شوې د جاپان په يوه بودايي معبد كې پيدا شوې ده، د مالنده د پوښتنو دوه چيني كتابونه هم شته چې د پنځمې او اوومې ميلادي پيړۍ تر منځ كتابت شوې دي.

خو دا نه ده څرګنده چې دا نسخې به د “مالنده پڼهو” له پالي ژبې څخه ژباړل شوې وي او كه تر پالي له يوې زړې ژبې څخه؟ خو زيات احتمال شته چې دغه ترجمې دې له يوې بلې نسخې شوې وي چې تر پالي نسخې وړاندې وي، د مناندر د ژوند او واكمنۍ دوره له ميلاد نه د مخه د دوهيمې پيړۍ په نيمايي كې اټكل كېږي او موږ د دې شمېر له مخې او د دې روايت په اساس د “مالنده پڼهو” د پښتو متن د ليكلو وخت له ميلاد نه مخكې د۱۵۰كلونو شاوخوا ټاكلى شو. د دې سند له مخې چې د كشميري مؤرخ “كلهڼه” په “راجه ترنگيني” نومي اثر كې راغلى چې پښتو له نن نه دوه زره يو سل او څو كاله وړاندې د ليك ژبه وه او دوخت مهم كتابونه پرې ليكل كېدل.

تر ټولو زړه ليكنه چې د تحريري پښتو څرك راكوي د ايران د بيستون د غره ډبرليك دى چې د لوى داريوش له خوا له نن نه دوه نيم زره كاله وړاندې كښل شوى او په شپږم ستون كې يې يوه پښتو اخلاقي حماسه راغلې او دا ډبرليك په ميخي خط كښل شوى او متن يې دى:

نى اړيكه وم

نى دروجنه وم

نى زوركړه وم

يعنې : نه د چا مانع او لارې خنډ وم، نه يې دروجن او غولوونكى وم او نه مې په چا زور كاوه!

همدا راز له نن نه دوه نيم زره كاله وړاندې په لرغوني افغانستان كې د هخامنشيانو د كورنۍ په ختيزو برخو كې خروشطي ليك رامنځته شو او تر ميلاد درې پېړۍ وړاندې په ټوله آريانا كې خور شو چې بيا تر پنځمې ميلادي پېړۍ پورې په ټوله اريانا كې دود ؤ او د آريانا بېلابېلې ژبې پرې ليكل كېدلې.

د دې ليكدود د زېږيدلو او مړينې سيمه د آريانا خاوره ده او يو مستقل آريايي ليكدود دى؛ د هيواد په بېلابېلو برخو كې په دغه خروشطي ليك كښل شوې سيكې، لوښي او ډبرليكونه پيدا شوې دي په دې ټولو ليكنو كې تر اوسه داسې بشپړ متن لا نه دى ښودل شوى چې محققينو دې د پښتو ژبې بللى وي خو څرنګه چې د آريانا د بېلابېلو ژبو ليكدود ؤ او پښتو هم زړه آرياني ژبه ده نو ځكه به په دې ليكنو كې د پښتو عناصر هم زېرمه شوې وي او له همدې كبله د خروشطي الف بې په باب انگريز محقق “سرويليام جونز” وايي چې د خروشطي ليك ژبه د آريانا ژبه وه او كه چېرته په پښټو كې پوره څېړنې وشي نو ښايي چې يو وخت د دغې ژبې په مرسته ډېرې خروشطي كتيبې او كښنې ولوستل شي؛ همدا راز د خروشطي يا كهروشتي كليمه د حرف او ليكنې په معنى ده او په پښتو كې همدا اوس هم كرښه د ستر او خط په معنى ژوندۍ كليمه ده نو كيداى شي په بېلابېلو خروشطي كښنو كې د پښتو زيات عناصر ومومو.

پر آريانا باندې د مقدوني سكندر تر تيري وروسته د يونانيانو د نفوذ د ټينګيدلو په اثر يوناني الف ب ورو ورو دود شوه تر دې چې د آريانا كورنۍ ژبې هم په دې ليكدود وليكل شوې، له همدې لامله په يوناني ژبو او سيكو او ډبرليكونو سربېره داسې ډبرليكونه هم په لاس كې دي چې ژبه يې كوشاني يا تخاري ده خو ليكدود يې يوناني دى او د دې لپاره چې دا ژبه د يوناني ليك په غېږه كې ځاى كړاى شي، پر يوناني ليك د ژبې د اصلي غږونو توري هم ورزيات شوې دي.

د سره كوتل په مشهور ډبرليك كې چې ژبه يې تخاري ده د يوناني په څلوريشت تورو سربېره يو بل تورى چې د “ښ” د غږ ښكارندويي كوي هم ورزيات شوى او د “ارواښاد” اوسنۍ كليمه د “الوښال” په بڼه په كې كښل شوې ده، د يوناني ليك په وروستنيو ليكنو كې يې د “غ”ځ،څ” لپاره هم ځانګړي توري پرې ورزيات كړې دي لكه په شاه ځوى او نورو كې.

اوس له سره كوتل نه د پنځلس كيلومترو په واټن په رباطك كې هم يو ډبرليك موندل شوى چې د سره كوتل تر ډبرليك دېرش كاله مشر او په همغه يونانو باختري ليكدود دى، پر دې ډبرليك هم څېړنې روانې دي او باور دى چې د پښتو ډېرې ژبدودي نښې او كليمې ترې ترلاسه شي.

كوم ډبرليكونه چې په تخاري، يوناني ډبرليك راپاتې دي د پښتو لغتونو او ګرامري ځانګړنو ونډه په كې زياته ده. همدا سبب دى چې زيات محققين تخاري، باختري يا كوشاني ژبه زړه پښتو او يا د پښتو او پاميري ژبو منځنۍ مور بولي. نو ځكه زړور ويلى شو چې پښتو تر اسلامي دورې وړاندې په تخاري يوناني ليكدود هم كښله شوې او زېرمه شوې ده.

په دې توګه افغانستان ته د اسلام د سپېڅلي دين له راتګ او ورسره د عربي ليكدود له راتګ سره پښتو هم ورو ورو عربي ليكدود ته ور اوښتې ده. د سره ورته غږونو توري يې كټ مټ ترې راخيستي او د پاتې غږونو توري يې د عربي د ورته تورو په تقليد جوړ شوې دي چې په دې دوره كې يې هم سير روښانه او هم تاريخ روښانه او په رڼا كې دى.

نور قافلې دې بې خطره درومي

مونږه په لاره مشالون كېښول.