پټاتې د آلماني خواړو مهمه برخه تشکیلوي
یو وخت به په آلمان کې د پادشاه په امر د سرتیرو له خوا د پټاټو یا کچالانو حفاظت کیده او اوس ځیني وختونه د مڼې له مربع سره خوړل کیږي. کچالان د آلمانانو د خواړو عمده برخه تشکیلوي. په آلمان کې د پټاټو په هکله انځوریز رپوټ:
د کچالانو سلاد
په آلمان کې که یو څو تنه غواړي سره یوځای کښینې او په ګډه ډوډي وخوري نو کیدای شي څو تنه دغه خواړه له ځان سره راوړي. خو په آلمان کې د کچالانو سلاد هر یو په خپل طرز جوړوي. په هر حال د کبابو په نږدې هر یوه پارټي یا میله کې د کچالانو سلاد موجود دي.
پټاټي د خوراکي موادو عمده برخه
کچالان د آلمانانو د خوراکي عاداتو عمده برخه تشکیلوي. آلمانان له پټاټو څخه په مختلفو طریقو کار اخلي، د بیلګې په توګه د پټاټو سوپ، د پټاټو وړه، د مختلفو ډولونو چپس او داسې نور.. په اوسط ډول هر آلمانی په کال کې له ۶۰ څخه تر ۶۵ کیلو ګرامه پورې کچالان خوري.
د کچالانو له کروندو څخه ساتنه
پټاټې په ۱۶۳۰ م کال کې له بولویا او آند پیرو سیمې څخه آلمان ته راوړل شول. د افسانو په حواله پروس بادشاه، دویم فدریک، په دې عقیده وو چې پټاټې یا کچالان د ډیر غذایې ارزښت درلودونکي دي. هغه بزګرانو ته سپارښتنه وکړه چې کچالان وکري. په هغه وخت کې په آلمان کې کچالو ته «ځمکنې سیب» (Apple of the earth) ویل کیده. بادشاه سرتیرو ته امر کړی وو چې د کچالو له کروندو څخه حفاظت وکړي.
د پټاټو ۵ زره ډولونه
په آلمان کې د پټاټو تر ۵۰۰۰ ډیر ډولونه کرل کیږي او مهمه ده چې د هر ډول خواړو له پاره یې د کچالانو مناسب ډول انتخاب شي. کچالو د رنګ نه، بلکې د پخلي د څرنګوالي له پلوه دسته بندي کیږي.
د کچالانو پوډر
د کچالانو پوډر یا وړه شوي کچالان هم په مختلفو ډولونو تیاریږ. یو شمیر یې له پاخه شویو کچالو سره یوځای کوي او یو شمیر یې بیا له وړو سره یوځای د کوفتې په شکل جوړ او پخوي. دا ډول کچالان زیاتره وخت د Klösse و Knödel په نوم یادیږي چې ډیري وختونه د خنځیر له غوښې سره یې خوري.
په آلماني سټایل چپس
دا چې آلمانان په اوسط ډول په کال کې تر ۶۰ کیلو ګرامه پورې کچالان خوري، تر ټولو ډير برخه یې د چپس په شکل خوړل کیږي.
چپس د خواړو په شکل
چپس چې په آلماني ژبه ورته (Pommes) وایې، معمولاَ د (currywurst) په نوم له یو ډول ساسج یا یو بل ډول خواړو سره یوځای خوړل کیږي. خو د سړک د غاړې یو شمیر غرفې یې په یوه پلاستیکي قاب کې له قاشق پنجې سره د بشپړو خواړو په شکل هم خرڅوي.
تنوري کچالان
یو بل ډول کچالو چې په آلمانانو کې ډير زیات محبوبیت لري، له پوټکې سره پر داش یا د کباب د تغري د پاسه د کچالو پخول دي. په لومړي سر کې کچالو په زرورق کې تاویږي او بیا پر داش یا د کباب د نغري د پاسه ایښودل کیږي. وروسته بیا د چکې یا سلاد سره خوړل کیږي.
د کریسمس د بازار مشهور خواړه
په آلمان کې له کچالو څخه جوړ یو بل ډول خواړو ته «رایبه کوخن» (Reibekuchen) ویل کیږي چې له بیازو سره تر ګډولو وروسته په غوړو کې سره کیږي. وروسته بیا هغه د سیب یا مڼې مربع، شهد یا بل زوز سره یوځای او خوړل کیږي. دا خواړه په ځانګړي توګه د کریسمس په بازارونو کې زیات موندل کیږي.
د آلماني ژبې په متلونو کې پټاټې
د کچلانو له نوم څخه د آلماني ژبې په متلونو کې هم په تکرار سره استفاده شوی ده. د بیلګې په توګه«تر ټولو احمق بزګر د کچالانو تر ټولو ډير حاصل ټولوي.» په کنایه کې بې له زحمت او رنځ څخه د یو څه ترلاسه کول دي. په یوه بل متل کې وایې«که یو څوک نه غواړي له چا سره سر و کار ولري، لکه د ګرم کچالو په څیردې یې پریږدي.»