1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پينتاگون: ايمن الظواهري په پاکستان کي دی

۱۳۹۰ شهریور ۲۴, پنجشنبه

د پينټاګون چارواکو د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د القاعدې شبکې مشر، ايمن االظواهري، اوس هم په پاکستان کي پټ دی. تر دي وړاندي د الظواهري له لوري په يو ويډيويي پيغام کي پرامريکا سختي نيوکي سوي وې.

https://p.dw.com/p/12ZaY
الظواهري
الظواهريانځور: picture-alliance/ dpa

دغه مصري هډه اورپکی او د بن لادن د ځای ناستي له لوري د دغه ويديوي پيغام تر نشريدو وروسته د پينټاګون چارواکو يو ځل بيا خپل دريځ تکرار کړی، چي ايمن الظواهري په پاکستان کي پټ دی.

 

د پينټاګون وياند، جورج لټل، ويلي « موږ داسي نورمعلومات نه لرو چي ايمن الظواهري دي د پاکستان پرته بل چيري پټ وي.»

 

د امريکا د متحده ايالات د څارني ادارې SITE ليکلي چي د ۶۲ دقيقو په يو ويډيويي پيغام کي د القاعدې د ترهګري شبکې نوي مشر الظواهري ويلي ول، چي هغه د دي لپاره دوعا کوي، چي د عربي نړۍ پسرلي امريکايانو ته په تياره، تريخ او سوړ ژمي واوړي.

 

هغه زياته کړې، چي د سپټمبر د يوولسمو د پيښو په څير د عربي نړۍ انقلابونه هم د امريکا ماتې ده، او په عراق او افغانستان کي هم د بهرنيو پوځونو ناکاميدل هم د امريکا له پاره يوه ماتي ده.

 

ويل سوي، چي د سې شنبي په ورځ په انټرنيټ پاڼه کي چي کومه ويډيو خپره سوې په هغه کي د الظواهري يو ساکن عکس دی او د ده ږغيز پيغام پکښي اوريدل کيږي. په دغه ويديويي پيغام کي د بن لادن يوپيغام هم سته.

 

د پينټاګون چارواکو ويلي، چي په دغه نوي ويډيويي پيغام کي د بن لادن هغه عکس ښکاري چي امريکايي چارواکو ته د بن لادن پر کور د چاپي پر وخت په لاس ورغلی وو.

 

دغه ويډيو د واشنګټن له خوا نشر ته سپارل سوې وه خو د بن لادن ږغ يې پکښي نه وو خپور کړی.

 

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل